ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په اندړو کې ١١ پاڅون کوونکي او ٧ طالبان وژل شوي

د غزني په اندړو کې ١١ پاڅون کوونکي او ٧ طالبان وژل شوي

author avatar
29 Jan 2015 - 09:43
د غزني په اندړو کې ١١ پاڅون کوونکي او ٧ طالبان وژل شوي
author avatar
29 Jan 2015 - 09:43

غزني (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې ١١ پاڅون کوونکي او اووه وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ پاڅون کوونکي او شپږ طالبان ټپيان دي.

د دغه ولايت د والي وياند شفق ننګ د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وختي وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ د عالم والو په سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوسته بريد کړى و.

ننګ وايي په دغه بريد کې ١١ پاڅون کوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي چې وروسته سيمې ته نور امنيتي سرتېري رسېدلي او له طالبانو سره يې جګړه کړې ده.

هغه زياتوي چې په دې جګړه کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار وختي طالبانو پر پاڅون کوونکو بريد کړى چې ١١پاڅون کوونکي او يو شمېر وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.

هغه وويل چې اوس سيمه د پوليسو له خوا کلابنده شوې ده.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د اندړو په ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو په مرکز بريد کړى ١٤ سيمه ييز پوليس يې وژلي او ٤ نور يې ټپيان کړي دي.

مجاهد په دې نښته کې د طالب وسله والو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.