ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميوند ډله ييز بريد د ١١ تنو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

د ميوند ډله ييز بريد د ١١ تنو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

author avatar
8 Dec 2014 - 12:45
د ميوند ډله ييز بريد د ١١ تنو په وژل کېدو پاى ته ورسېد
author avatar
8 Dec 2014 - 12:45

دويم تعقيب- کندهار ښار (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): د کندهار چارواکي وايي چې په ميوند ولسوالۍ کې پيل شوى ډله ييز بريد د ١١ تنو په وژل کېدو سره پاى ته ورسېد.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا دوولس بجې يوې ډلې وسله والو پر يادې ولسوالۍ بريد وکړ .

هغه زياته کړه چې وسله والو د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت او د ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه کړي دي.

نوموړى وايي چې ملي امنيتي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شول او  دواړو لورو   پر يوه بل ډزې کولې .

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک اژانس ته وويل چې دا بريد تر نږدې يو نيم ساعت جګړې وروسته پاى ته ورسېد.

هغه زياته کړه، چې د بريدګرو شمېر  پنځه تنه وو ، يوه يې خپل موټر ته د ولسوالۍ په دروازه کې چاودنه ورکړه او نورو يې له  امنيتي ځواکونو سره  جګړه  پيل کړه‌.

د دراني په وينا، تر شاوخوا يو نيم ساعت جګړې وروسته څلور پاتې بريدګر چې د عامه نظم پوليسو يونيفورم يې پر تن وو‌، ووژل شول .

د امنيه قوماندانۍ وياندوويل چې په دې جګړه کې د ميوند ولسوالۍ جنايي امر سمونمل شېرزمان ، يو د ملي اردو سرتېرى او څلور ملکي مراجعين هم وژل شوي دي.

دى وايي چې دغه راز څلور ملکي وګړي او درې نور پوليس په دې جګړه کې ټپيان شوي دي.

دراني وويل، بريد په داسې حال کې شوى، چې لسګونه ملکي مراجعين ولسوالۍ ته د خپلو کارونو لپاره راغلي وو.

د سيداحمد په نامه يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې نږدې غرمه مهال ناڅاپه د ولسوالۍ په دروازه کې چاودنه وشوه او ډزې پيل شوې.

دى وايي چې د ډزو له پيلېدو سره سم سيمه کې ګډوډي رامنځته شوه، هر څوک د ځان د خلاصولو په هڅه کې شول.

وسله والو مخالفينو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې ډله ييز بريد کې تر لسو زيات پوليس او نور امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.