ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په بټي کوټ کې هوايي بريد ١٢ وسله وال وژلي

د ننګرهار په بټي کوټ کې هوايي بريد ١٢ وسله وال وژلي

author avatar
18 Nov 2014 - 17:22
د ننګرهار په بټي کوټ کې هوايي بريد ١٢ وسله وال وژلي
author avatar
18 Nov 2014 - 17:22

جلال اباد-اسعداباد (پژواک، ٢٧ لړم ٩٣):  چارواکي وايي چې په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ٢٥ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې هوايي بريد شوى او په ترڅ کې يې١٢ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

نوموړى وايي چې ياد بريد نن شاوخوا لس بجې د بټي کوټ په مشواڼو سيمه کې پر يوه ټيوټا موټر چې ١٢ وسله وال په کې سپاره شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په موټر سپاره ټول وسله والو وژل شوي او موټر هم ويجاړ شوى دى.

دى وايي چې په وژل شوو کې ښايي د وسله والو يو شمېر ډلمشران هم شامل وي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې وژل شوي ټول وسله وال مخالفين دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى يوه وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په شېرزاد، خوګياڼو او نورو سيمو کې يې ګڼو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

همداراز د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې يو کس له لسګونه کيلوګرامه ترياکو سره نيول شوى دى.

د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ننګرهار د پچير اګام ولسوالۍ د پچير پوستې اړوند سيمه کې په يوه کرولا موټر کې شاوخوا ٢٠٠ کيلوګرامه ترياک ځاى پر ځاى شوي وو چې د سرحدي پوليسو له لوري نيول شوي دي.

دى وايي چې د يادو ترياکو په تړاو يې يو تن هم نيولى چې دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د حسن خېل په خبره چې ياده اندازه ترياک يې د چورلکې په وسيله رانتقال کړي دي.

خو وايي چې قاچاقبر يې غوښتل د و سله والو په مرسته له پوليسو ځان وژغوري خو مخنيوى يې وشو.

دغه راز د يو بل خبر له  مخې په کونړ ولايت کې هم د ١٣ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوى دى.

ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه د نورګل ولسوالۍ په مزاردره کې وسله والو د پاڅون کوونکو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريد کړى و.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحــبيب سـېدخېل پژواک اژانس ته وويل چې د بريد پر مهال ملي ځواکونه د پاڅون کوونکو مرستې ته ورغلل.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې شپږ وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي او يو شمېر وسلې هم ترې نيول شوې دي.

دى وايي چې په دې نښته کې پاڅونوالو او ملي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.