ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز د ګمرک عوايد يو ميليارد افغانۍ زيات شوي

د نيمروز د ګمرک عوايد يو ميليارد افغانۍ زيات شوي

author avatar
20 Jul 2014 - 16:14
د نيمروز د ګمرک عوايد يو ميليارد افغانۍ زيات شوي
author avatar
20 Jul 2014 - 16:14

زرنج (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٣): د نيمروز ولايت د ګمرک عوايد، د روان مالي کال په نيمايي کې پنځه ميليارد او ٥١٧ ميليون افغانيو ته رسېدلي دي.

 د نيمروز د ګمرک مشر ويس سلطاني وايي، چې دغه عوايد د روان مالي کال له پيله (١٣٩٢مرغومي) څخه د ١٣٩٣ کال د غبرګولي مياشتې تر پايه پورې راټول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو ميليارد افغانۍ لوړوالى ښيي.

 نوموړي د عوايدو د لوړوالي لامل د ګمرک په رياست کې د اسيکوډا کمپيوټري سيستم لګول، نورو ولايتونو ته د نيمروز ولايت له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد لپاره د سوداګرو لېوالتيا او د عوايدو له وړلو مخنيوى کول په ګوته کړل.

 سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ګمرک پنځوس سلنه ډېرى وارد شوي او محصول شوي مالونه ايراني دي، چې له دې ډلې يې نفت، کيمياوي سره، ګچ، سمنټ، ګاډر، خوراکي توکي، لبنيات او د کاليو وينځلو پوډر دي.

 د نيمروز د ګمرک مشر وايي، چې د ګمرک پنځوس سلنه نور توکي او مالونه له چين او اروپايي هېوادونو څخه د موټرو د پرزو او برېښنايي وسايلو رالېږدول تشکيلوي.

 د هغه په وينا، تر اوسه پورې په دغه ګمرک کې د لوړ توناژ لرونکې تله شتون نه لري او د سوداګرو مالونه د ګمرکي تعرفې له مخې، محصول کېږي او که چېرې ياده تله په کې ولګول شي، نو ټول مالونه به په کره او چټکتيا سره وزن شي او عوايد به نور هم پورته لاړ شي.

 د ګمرک مشر وويل، چې سوداګريزو مالونو ته د يوه پارکينګ د جوړولو چارې، چې په ١٥ جريبه ځمکه کې د دوه ميليون ډالرو په لګښت د ماليې وزارت له بوديجې څخه په پاخه ډول رغول کېږي، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به بشپړ او ګټې اخيستو ته وسپارل شي.

 همدارنګه د ماليې وزارت له بوديجې څخه د ٦٥ ميليون افغانيو په لګښت د دوه هنګرونو د جوړولو کار، د سوداګرو د مالونو د توکو د ساتلو په موخه پيل شوى، چې له يوې مياشتې وروسته به پرانيستل شي.

 د نيمروز يوه سوداګر حاجي ظاهر، چې له چين هېواد څخه رختونه را واردوي وويل، اوسمهال هغه سوداګر چې د خپلو مالونو د لېږد لپاره د ګمرک له لارې اقدام کوي ، نو مالونه يې تر لمر لاندې او په دوړو کې پراته وي، چې د هنګرونو په بشپړېدو سره به يې مالونه ښه وساتل شي.

 هغه زياته کړه، چې په ګمرک يې ټول مالونه په ډېرې اسانتيا او د يوې ورځې په مودې کې محصول کېږي، په داسې حال کې، چې په نورو سرحدي ولايتونو کې، درې ورځې وخت نيسي.

 نيمروز، د ابريشم پول له لارې له ايران سره ګډه پوله لري او دغه ولايت ته ټول سوداګريز توکي د بندر عباس له لارې را وارديږي.

 سوداګر تر ډېره بريده د هرات ولايت د اسلام کلا سرحد په پرتله د ابرېشم  پول ته ډېره ترجيع کوي او وايي، چې دغه پول د اسلام کلا بندر په پرتله ٦٠٠ کيلومتره نږدې دى او د دوى لپاره د مالونو لېږد ارزانه پرېوځي.

 له بندر عباس څخه تر پول ابريشم پورې له ١٥٠٠ کيلومتره څخه زيات واټن پروت دى او د اسلام کلا بندر په پرتله د پول ابريشم له لارې هر کانټينر ١٥٠٠ ډالره ارزانه پرېوځي.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.