ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هسکې مينې د ښوونځيو تړونکى طالب قوماندان وژل شوى

د هسکې مينې د ښوونځيو تړونکى طالب قوماندان وژل شوى

author avatar
17 Nov 2014 - 11:14
د هسکې مينې د ښوونځيو تړونکى طالب قوماندان وژل شوى
author avatar
17 Nov 2014 - 11:14

جلال اباد (پژواک، ٢٦ لړم ٩٣): د ننګرهار چارواکي وايي چې په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د وسله والو هغه قوماندان وژل شوى چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې يې ښوونځي تړلي دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ شاوخوا ٢٨ ښوونځي له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د وسله والو مخالفينو د يوه ځايي قوماندان له خوا تړل شوي دي.

په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال محمدايوب حسين خېل د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې تېره شپه ناوخته امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد کړى دى.

هغه زياته کړه چې د دغه بريد په پايله کې د دې ولسوالۍ د ښوونځيو تړونکى وسله وال قوماندان ايمل له درېيو ملګرو سره يو ځاى وژل شوى دى.

نوموړى وايي چې څو ورځې وړاندې ياد قوماندان قومي مشران راټول کړي وو او ورته يې ويلي چې نور به يې ماشومان ښوونځيو ته نه ځي او که چېرې ولاړل نو د دوى دښمني به يې ګټلې وي.

 حسين خېل زياته کړه: ((ايمل په سيمه کې فعال قوماندان و او له امنيتي ځواکونو سره يې مخامخ جګړې هم ترسره کړې دي))

د هسکې مېنې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رباني شينواري پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوي قوماندان په دې ولسوالۍ کې يې ښوونځي تړلي وو.

د هغه په وينا، څو ځلې ورته قومي مشران د ښوونځيو د خلاصولو په موخه ورغلي وو خو هغوى  يې ګواښلي وو.

د شينواري په خبره چې د قوماندان ايمل ورور عبدالخالق ملي امنيت نيولى و او ده له حکومته غوښتي وو تر څو يې چې ورور راخوشې نه کړي تر هغو به ښوونځي تړلي وي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال هم تاييدوي، قوماندان ايمل چې په ياسر مشهور و، تېره شپه په بريد کې وژل شوى دى.

همداراز دى زياتوي چې تېره شپه ناوخته افغان امنيتي ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په للمې سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې اووه شکمن وسله وال له وسلو سره يوځاى نيول شوي دي.

نوموړي وويل چې له نيول شوو کسانو دا مهال پوښتنې ګرويګنې روانې دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.