ښرنه (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٣): د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د ولسمشر اشرف غني په فرمان د هلمند د پوليسو مشر ټاکل شوى دى. ملاخېل وړاندې هم د هلمند د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده .
د پکتيکا سيمه ييزو چارواکو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د نبي جان خدمتونه وستايل ، هغه يې په خپله دنده کې بريالى وباله او ويې ويل چې دده په راتګ سره د پکتيکا امنيت ښه شو.
د پکتيکا د ولايتي شورا پخوانى غړى عبدالغني پکتين وايي چې ملاخېل د درېيو ولسواليو د خلکو پرمخ د ګوشتې لاره چې له تېرو نهو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې وه، خلاصه کړه او اوس خلک په ډاډ سره تګ راتګ پرې کوي.
ملاخېل په خپلو خبرو کې د غونډې له ګډونوالو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په هلمند کې به هم همدا ډول د خلکو خدمت ته اوږه ورکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن