ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“زابل کې له برمته شويو مسافرو يو شمېر غزني ته لېږدول شوي”

“زابل کې له برمته شويو مسافرو يو شمېر غزني ته لېږدول شوي”

author avatar
8 Mar 2015 - 15:47
“زابل کې له برمته شويو مسافرو يو شمېر غزني ته لېږدول شوي”
author avatar
8 Mar 2015 - 15:47

غزني ښار (پژواک ۱۷ کب ۹۳): د غزني چارواکي او يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په داعش پورې د تړلو ډلو له خوا د ٣١ برمته شويو مسافرو له ډلې يو شمېر يې د زابل له خاک افغان ولسوالۍ څخه غزني ته لېږدول شوي دي.

وسله والو د کب په څلورمه دغه مسافر د کابل—کندهار پر لويه لاره د غزني په شاه جوى ولسوالۍ کې له موټر څخه ښکته کړل او نامعلوم لور ته يې يوړل.

افغان امنيتي ځواکونو د هغوى د خوشې کولو په موخه نهه ورځې وروسته په دوو ولسواليو خاک افغان او ارغنداب کې عمليات و کړل چې په لړ کې يې يو شمېر بهرني وسله وال ووژل شول، خو د تښتول شويو کسانو څرک لا هم نه دى لګېدلى.

د غزني ولايت يوه حکومتي چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې دا کسان په داعش پورې د تړلو وسله والو له خوا تښتول شوي او يو شمېر يې له زابل څخه د غزني ناوې، ګېلان او اب بند ولسواليو ته رالېږدول شوي دي.

سرچينې زياته کړه: “موږ ته د سيمې خلکو ويلي  چې دا کسان يې غزني ته راوړي، خو خپل موقعيت بدلوي، په يوه ځاى کې نه پاتې کېږي.”

هغه وويل چې تښتول شوي کسان د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د خوشې کولو لپاره يې د غزني قومي مشرانو زابل کې له داعش وسله والو سره خبرې هم کړې دي، خو کومه پايله يې نه ده لرلې.

دى وايي، که د تښتول شويو کسانو کره موقعيت څرګند شي، نو د خوشې کولو لپاره به يې بې له ځنډه عمليات پيل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، برمته شوي کسان ټول ژوندي دي، خو وسله والو په پنځو ګروپونو وېشلي دي او په ورځ کې څو ځلې خپل موقعيت بدلوي.

د غزني ولايت دا چارواکى وايي چې وسله وال ددې کسانو په بدل کې د هغو وسلو د سپارلو غوښتنه کوي چې د زابل امنيتي منسوبينو څه موده وړاندې په يوه کانټينر موټر کې ونيولې.

د غزني د ګېلان ولسوالۍ د رسنې سيمې يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې ذکر شي وايي چې د برمته شويو کسانو يو شمېر يې د دوى سيمې ته وروړل شوي دي.

ده زياته کړه: “ما په خپلو سترګو وليدل وسله وال کسان وو، مخونه يې په تورو ټوټو تړلي وو، پنځه تنه ورسره وو چې سترګې يې تړلې وې. دا کسان د دوو ساعتونو لپاره زموږ په سيمه کې وو، وروسته يې بل ځاى ته يوړل او سيمې ته نور وسله وال راغلل.”

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى روح الله وايي، د تېرې چهارشنبې په ورځ مخ پټو وسله والو چې په بهرنۍ ژبه يې خبرې کولې ځينې برمته شوي کسان د دوى سيمې ته وروړي وو.

روح الله زياته کړه: “زموږ په سيمه کې د طالبانو ترڅنګ يو شمېر بهرني وسله وال هم شته چې مخونه يې په تورو ټوټو باندې تړلي وي. زموږ ولسوالي خو ددوى په لاس کې ده، دلته بيا بې غمه وي، ډار نشته. لس تنه يې راوړي وو، ښايي چې اوس هم دلته وي.”

ناوه او ګېلان د غزني هغه ولسوالۍ دي چې له زابل سره ګډه پوله لري. ګېلان د زابل له شاه جوى او ناوه بيا د نوبهار ولسوالۍ ترڅنګ له پاکستان سره هم پوله لري.

ناوه له تېرو لسو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې ده. ياده دې وې چې ګېلان او اب بند د غزني ښار په ۱۲۰ او ۹۰ کيلومترۍ کې پرتې ولسوالۍ دي. د دواړو ولسواليو امنيتي وضعيت ترينګلى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.