ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زده کوونکي: حکومت دې په پوهنتونونو کې د جذب کچه لوړه کړي

زده کوونکي: حکومت دې په پوهنتونونو کې د جذب کچه لوړه کړي

author avatar
27 Oct 2014 - 16:30
زده کوونکي: حکومت دې په پوهنتونونو کې د جذب کچه لوړه کړي
author avatar
27 Oct 2014 - 16:30

جلال اباد (پژواک ٥ لړم ٩٣): د ننګرهار ولايت چارواکي او د دوولسمو ټولګيو فارغين له نوي حکومت، په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو له وزارته غواړي چې د هېواد پوهنتونونو ته د جذب کچه لوړه کړي څو ځوانان لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي.

يادې څرګندونې نن (د لړم ٥مه) په شاهي ماڼۍ کې د دغه ولايت چارواکو او سلګونو د دوولسمو ټولګيو هغو فارغينو چې کانکور ته د چمتووالي له کورس څخه فارغ شول، وکړې.

د توحيد د ټولنيزو چارو ادارې مشر وحيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى کورس دوه دورې لري چې په لومړي پړاو کې يې شاوخوا ١٧٤٠ تنه ښځينه او نارينه زده کوونکي د دريو مياشتو په موده کې د کانکور اماده ګۍ له پروګرام څخه فارغ کړل.

دى وايي چې له يادو کسانو شاوخوا درې سوه نجونې او پاتې نور هلکان وو چې درې مياشتې وړيا زده کړې ورکړل شوې.

نوموړي زياته کړه: ((دغه زده کړې دوى ته د ٣٤ دايمي او ١٥ قراردادي استادانو له لوري ورکړل شوې دي او هڅه به کوو چې نورو زده کوونکو ته دغه زده کړې ورکړو.))

د ده په خبره چې په دوهم پړاو کې به شاوخوا لس زره زده کوونکي د کانکور په ازمايښتي پړاو کې برخه واخلي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې ګڼ زده کوونکي هر کال له ښوونځيو فارغېږي خو ډېرى وخت ورته په لوړو زده کړو کې چانس نه ورکول کېږي.

نوموړى وايي چې د لوړو زده کړو وزارت بايد د جذب کچه لوړه کړي څو فارغ شوي زده کوونکي له لوړو زده کړو برخمن شي.

هغه زياتوي: ((دلته کدرونه شته، تکړه تکړه ځوانان شته خو دا چې د لوړو زده کړو چانس ورته نه دى ورکړل شوى، دا يوه لويه ستونزه ده.))

د ګرديوال په خبره، هڅه کوي دغه ډول نور پروګرامونه هم د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې پلي کړي تر څو هغه زده کوونکي چې د کانکور ازموينې پر کړنلاره ناخبر دي، پوه او په راتلونکي کې لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي.

کانکور ته د چمتووالي له کورس څخه فارغې شبانې پژواک ته وويل چې ډېرى وخت يو شمېر زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې د ناسم انتخاب له امله بې نتيجې پاتې کېږي.

نوموړې زياته کړه: ((اوس موږ پوه شوو چې انتخاب څه ډول کېږي، څه ډول خانې تورېږي او د امتحان کړنلاره څه ډول ده.))

د شبانې په خبره چې بايد د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د جذب کچه لوړه کړي تر څو ټول زده کوونکي د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالي شي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى خيبر هم ورته خبره کوي او وايي چې هر کال په زرګونه محصلين فارغېږي خو ډېرى وخت په پوهنتونونو کې د جذب د کمښت له امله له زده کړو بې برخې پاتې کېږي.

ده زياته کړه: ((که يو څوک کم پوهېږي خير دى ټيټ پوهنځي ته دې ورکړي، خو بايد لوړې زده کړې وکړي.))

نوموړي د لوړو زده کړو له وزارت او نوي حکومته غوښتنه وکړه چې د هېواد د ځوان کهول د باسواده کېدو او پرمختګ لپاره دې نوي پوهنتونونه جوړ کړي تر څو ټول زده کوونکي لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي.

ياده دې وي، دغه لومړى ځل دى چې په ننګرهار کې په دومره لويه کچه زده کوونکي د کانکور امادګۍ له زده کړو برخمنېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.