ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: په خوست کې سړو  خونو ته جدي اړتيا ده

سوداګر: په خوست کې سړو خونو ته جدي اړتيا ده

author avatar
30 Jul 2014 - 09:12
سوداګر: په خوست کې سړو  خونو ته جدي اړتيا ده
author avatar
30 Jul 2014 - 09:12

 خوست (پژواک  ٨ زمرى ٩٣): د خوست ولايت سوداګر وايي، چې کرنيز محصولات په ګرمه هوا کې پرته له سړو خونو ډېره موده نه شي ساتل کېداى او ژر خرابېږي، له همدې امله يې د دغو محصولاتو په کاروبار کې تر ګټې تاوان ډېر وي.

د خوست ښار د سبزۍ منډيي يوه سوداګر محمدايوب خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چارواکو له ژمنو سره سره په دغه ولايت کې سړې خونې نه دې جوړې شوې.

هغه وايي: ((د سړو خونو اړتيا بېخې ډېره ده؛ ځکه هوا ګرمه ده او په منډيي کې کرنيز محصولات د ګرمې هوا له امله ژر خرابېږي، دغه کار سوداګرو ته سخت تاوانونه اړولي دي.))

د ښار د سبزۍ مارکېټ يوه دوکاندار محمدظريف پژواک ته وويل، چې د افغانستان ډېرې مېوې د سړو خونو د نه شتون له امله پاکستان ته ځي او هلته په سړو خونو کې تر ساتلو څو مياشتې وروسته په دوه برابره لوړه بيه بېرته هېواد ته راوړل کېږي.

د خوست د مېوو او سبزۍ منډيي مشر سيد حبيب پژواک ته وويل، چې پر سړو خونو سربېره په ښار کې د مېوو او سبزيو لپاره د خرڅلاو مناسب مارکېټ او هټۍ هم نه لري.

سيدحبيب د خوست له مسوولو چارواکو په ځانګړې توګه د کرنې له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د مېوو او سبزيو د سوداګرۍ د پراختيا لپاره لازم امکانات برابر کړي.

د خوست ښار د سوداګرو او صنفي اتحاديې مشر کرامت خان خپلواک پژواک ته وويل، چې نږدې شپږ کاله مخکې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې د سړو خونو د جوړولو ژمنه کړې وه.

ده وويل، د حکومت د نه پاملرنې له امله ياده پروژه پلې نه شوه او څلور ميليونه ډالر چې دې پروژې ته منظور شوي وو، د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې بېرته واخيستل.

خپلواک په خوست ولايت کې د سړوخونو د جوړولو غوښتنه وکړه، ځکه د ده په خبره، د ځينو نورو ولايتونو په څېر دغه ولايت هم  د کرنې په برخه کې ښه وده کړې ده.

د خوست  د کرنې رييس انجنير لالي ځدراڼ پژواک ته وويل، چې تر اوسه د سړو خونو د جوړولو پلان نه لري، ځکه د کرنې او مالدارۍ وزارت ورته بوديجه نه ده ځانګړې کړې.

نوموړي کړه: ((که په خوست کې سړې خونې جوړې هم شي؛ خو سوداګر ترې ګټه نه شي اخيستی، ځکه سړې خونې زياتې برېښنا ته اړتيا لري او په خوست کې دومره برېښنا نشته.))

نوموړي دغه راز وويل، چې ډېزلي برېښنا نه يوازې د سړو خونو اړتيا نه شي پوره کولای، بلکې د مېوو او سبزۍ پر نرخونو هم منفي اغېز کوي.

د يادونې ده، نږدې دوه کاله مخکې د خوست ځايي چارواکو ويلي وو، چې په ۱۳۹۲ کال کې به د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر سړو خونو د جوړولو پروژې پلې کړي.

هغه مهال  چارواکو ويلي وو، چې درې سړې خونې به په مرکز او درې نورې به په اسماعيل خېلو، تڼيو او ګربزو کې جوړې کړي؛ خو سوداګر وايي، حکومت تر اوسه دا ژمنه نه ده عملي کړې.

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.