کابل (پژواک، ٤ زمرى٩٣): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) وايي چې د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو د رايو د تفتش او باطلولو لپاره ددوى لخوا د ترتيب شوې کړنلارې ملاتړ کړى دى.
يوناما په خپاره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې يوه ورځ وړاندې (اسد دويمه) يې په دغه برخه کې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د تخنيکي توافق متن د ټاکنو کميسيون ته سپارلى دى چې دواړو کانديدانو پرې موافقه وکړه او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل د رايو د تفتش کړنلاره برابره کړي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون ددې کړنلارې له مخې د رايو د تفتش بهير مخته وړي او د رايو د برخليک په اړه پرېکړه کوي.
يوناما وايي چې دواړو کانديدانو دوى ته ويلي چې د طرزالعمل په اړه خپلې اندېښنې لري، خو د ښه نيت لپاره تيار دي چې د نړيوالو معيارونو له مخې د تفتش بهير مخ ته لاړ شي او د دواړو لوريو ترمنځ د نظر يووالى رامنځته شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې “ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګډه تاکید کړه او وی ویل چی تفتیش لپاره د قانوني کړنلارې نهایی کیدل د ملي منافعو په ګټه ده.”
يوناما د دواړو کانديدانو ددې پرېکړې هرکلى کړى او د ټاکنو له خپلواک کميسيون يې غوښتي چې د رايو د تفتش د بل پړاو د پيل لپاره ژر ترژره غونډه وکړي.
بل خوا نن د رايو د تفتش او باطلولو لپاره د دواړو ټاکنيزو ډلو ترمنځ د نظر د اختلاف له امله، ټاکنو خپلواک کميسيون د رايو د تفتش بهير د اختر تر څلورمې ورځې وځنډاوه.
ددې کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل چې دا به دواړو کانديدانو ته وخت ورکړي چې د رايو د تفتش او باطلولو پر يوې کړنلارې سره سلا شي، خو غوښتنه يې دا وه چې دا کار هرڅه ژر وکړي.
د نورستاني په خبره د دواړو کانديدانو ټاکنيزې ډلې په رسنيو کې تل د رايو له تفتش او تقلبي رايو باطلولو سره خپله موافقه اعلان کړې، خو په دې برخه کې عملي ګام چې دده په بارو د کړنلارې لاسليکول دي، نه دى پورته کړى.
دا چې کميسيون به د رايو د تفتش بهير د ملګرو ملتونو د وړانديز شوې کړنلارې له مخې پيل کړي کنه، نورستاني په زغرده څه ونه ويل خو پر کړنلارې د دواړو کانديدانو سلا کېدل يې د چارو د بيا پيل لپاره اړين وبلل.
نورستاني وويل چې د رايو د تفتش لپاره ١٦ معيارونه او د باطلولو لپاره ١٣ معيارونه وړانديز شوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن