ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: پاکستان کې د مېشتو افغانانو وضعيت ته بايد جدي پام وشي

عبدالله: پاکستان کې د مېشتو افغانانو وضعيت ته بايد جدي پام وشي

author avatar
16 Feb 2015 - 17:29
عبدالله: پاکستان کې د مېشتو افغانانو وضعيت ته بايد جدي پام وشي
author avatar
16 Feb 2015 - 17:29

کابل (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٣): د حکومت اجراييه رييس، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او وايي، چې ددغوکډوالو د ستونزو د څېړنې  په موخه به ډېر ژر يو پلاوى  ياد هېواد ته ولېږي.

 ډاکټر عبدالله، چې نن د نوې کابينې د ٨ نويو وزيرانو له معرفۍ وروسته د وزيرانو شورا په لومړۍ ناسته کې خبرې کولې وويل، يوه هغه مهمه موضوع چې نن د وزيرانو په شورا کې پرې خبرې اترې او پرېکړه کېږي، په پاکستان کې مېشت  افغان کډوال دي.

 هغه زياته کړه، د کډوالو موضوع يوه جدي موضوع ده چې بايد ورته  پاملرنه وشي.

 د حکومت اجرايي رييس وويل، د دى موضوع د څېړلو لپاره به يو پلاوى وټاکل شي چې د ولسمشر له منظورۍ وروسته پاکستان ته لاړ شي او هڅه به وکړي، څو د افغان کډوالو ستونزې وڅېړې او هغوى ته اسانتياوې رامنځته کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو نړيوال سازمان ( IOM ) په خپل يوه نوي راپور کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې او ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د روان زېږديز کال په تېره مياشت کې له دغه هېواد څخه د تورخم له لارې ٢٢ زره کورنۍ  ايستل شوې دي.

 

دغه وضعيت له هغه وروسته رامنځته شوى، چې يو شمېر ځانمرګو بريدګرو د تېر زېږديز کال په ډسمبر مياشت کې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي بريد وکړ، چې له امله يې له ١٤٠ څخه ډېر زده کوونکي ووژل شول او له سلو  زيات ټپيان شول.

 د پاکستان حکومت د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد ١،٦ ميليون افغانان د قانوني اسنادو په درلودو او همدومره  نور له کومو قانوني اسنادو پرته شپې ورځې تېروي.

 ډاکټر عبدالله وويل، چې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو په لومړيو ورځو کې په ايران کې د افغان کډوالو په اړه ځينې مسايل مطرح شول چې د هواري په موخه يې د اجراييه رياست د دويم مرستيال محمد محقق په مشرۍ يو پلاوى ياد هېواد ته ولېږل شو او له ايراني چارواکو سره له خبرو اترو وروسته افغان کډوالو ته يو لړ اسانتياوې رامنځته شوې.

 ايران کې هم شاوخوا ٩٠٠ زره افغانان قانوني کډوال او پاتې ١،٤ ميليون کډوال په  ناقانونه توګه ژوند کوي.

 تېره مياشت کابل کې د ايران سفارت مخې ته يو شمېر لاريون کوونکو په ايران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د مخنيوي او د دا ډول چلند د عاملينو د عدلي او قضايي تعقيب غوښتنه وکړه.

 د حکومت اجرايي  رييس په دغه غونډه کې د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه هم اندېښنه څرګنده او ويې ويل، چې د هېواد بېلابېلې سيمې نا امنه دي، چې خلک له دې وضعيت څخه تر پوزې راغلي دي.

 هغه هيله څرګنده کړه، چې د ملي يووالي حکومت او د خلکو په ملاتړ وکولى شي چې سوله او ثبات رامنځته کړي او افغانانو ته  د سوکاله ژوند زمينه مساعده شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.