ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“غزني او پکتيکا ته راکډه شوي په داعش پورې تړلي خلک دي”

“غزني او پکتيکا ته راکډه شوي په داعش پورې تړلي خلک دي”

author avatar
12 Jan 2015 - 15:02
“غزني او پکتيکا ته راکډه شوي په داعش پورې تړلي خلک دي”
author avatar
12 Jan 2015 - 15:02

غزني ښار (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٣): د غزني او پکتيکا چارواکي وايي چې دغو ولايتونو ته د پاکستان په ګډون له ځينو هېوادونو ١٠٥٠ کورنۍ ورکډه شوې چې ځانونه په داعش ډلې پورې تړلي بولي.

د مرغومي په ٢٢مه د غزني ولايت سرپرست او د پکتيکا والي په دې اړه په ګډې خبري غونډه کې وويل، دا کورنۍ چې ښځې او ماشومان ورسره دي، تور بېرغونه لري او په سيمه کې وېره خپروي.

د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده وويل چې ناوې ولسوالۍ ته ٢٠٠ کسان او يو شمېر بهرني راکډه شوي چې د ګيلان ولسوالۍ تر اوږدو مېشت شوي دي.

نوموړى زياتوي، دغه کسان د افغان سرتېرو پر ضد دي، د داعش وسله والې ډلې په ګټه شعارونه ورکوي، تور بېرغونه لري او په سيمه کې وېره خپروي.

اکبرزاده وايي: ((يو شمېر يې له پاکستاني مدرسو راغلي او پخواني طالبان دي، موږ فکر کوو چې دا يوه لويه دسيسه ده.))

هغه د يادې دسيسې د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل او نه يې هم يادونه وکړه چې له دغو کورنيو سره وسلې شته او که نه.

سرپرست والي وايي: ((موږ معلومات کوو چې دا کسان دقيق کړو او په اړه يې مرکزي ادارې ته خبر وکړو . د ناوې ولسوالۍ له ګډې پولې سره نږدې پرته ده او د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.))

ده وويل: ((اورېدلي مې دي چې يو شمېر نور دغسې کسان هم راځي، زموږ معلومات ښيي چې ٩٠ سلنه يې د توطيې لپاره راځي. دا کسان پخواني طالبان دي، له امنيتي سرتېرو سره جنګېدلي.))

د پکتيکا والي عبدالکريم متين هم وايي چې دغه ولايت ته شاوخوا ٨٥٠ بهرنۍ کورنۍ په غير قانوني ډول د کډوالو په نوم راغلي چې اصلاً کډوال نه دي.

متين ونه ويل چې دا کسان په داعش پورې تړلي که نه خو يادونه يې وکړه: ((دا کډوال نه دي او نه د جنګ له وېرې راغلي، بلکې د جنګ لپاره راغلي.))

هغه وويل په دغو کورنيو کې عرب، پاکستاني او چيچيني شامل دي، په ځينو سيمو کې يې خلک له کورونو په زوره شړلي او د هغو په کورونو کې مېشت شوي دي.

والي يادونه وکړه: ((دا کسان په سيمه کې وېره خپروي.))

هغه وويل، دا کورنۍ د غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو تر منځ پرتو سيمو نوبهار، اب بند، ناوه او شميلزو کې مېشت دي، چېرې چې امنيت ښه نه دى او له پاکستان سره په پوله دي.

د پکتيکا والي وايي امنيتي ادارې د دغو کورنيو په اړه پلټنې کوي څو معلومه کړي چې څوک دي او دلته د کوم پلان پر اساس راغلې دي.

دغه راز د ناوې ولسوالۍ يوه مخور د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ولسوالۍ ته له تېرې يوې اونۍ راهيسې د داعش په نوم وسله وال راغلي دي.

سرچينه وايي: ((د دغو کسانو پر خبرو څوک نه پوهېږي، په عربي او نورو ژبو خبرې کوي، مخونه يې په تور ټوکر  پټ وي، د الله او محمد نومونه پرې ليکلي وي او تور بيرغونه ګرځوي.

بلخوا د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دښمن په سيمه کې پراخ پلان لري خو په دې اړه يې نور څه ونه ويل.

د نوموړي په خبره: ((موږ په تېرو څو ورځو کې يو شمېر پاکستانيان، عربان،چيچينيان او نور وسله وال نيولي دي.))

ده ونه وويل چې دا کسان د داعش ډلې غړي دي که نه.

تر دې مخکې د هلمند د کجکي ولسوالۍ په تړاو داسې رپوټونه خپاره شول چې ګني مخ بټي وسله وال په کې پيدا شوي او له ځايي طالبانو سره يې نښتې کړې دي.

يو شمېر سرچينو او ځايي چارواکو ويلي وو چې دا کسان تور بيرغونه لري او زيارتونو ته د خلکو د ورتګ مخنيوى کوي.

د افغان حکومت په رسمي ډول په هېواد کې د داعش ډلې د فعاليتونو رپوټ ردوي، خو په ځينو سيمو کې د دې ډلې د راپيدا کېدو اوازې خپرې شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.