ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: ځوانانو ته دې ځانګړى وزارت جوړ شي

لاريون کوونکي: ځوانانو ته دې ځانګړى وزارت جوړ شي

author avatar
14 Jan 2015 - 17:32
لاريون کوونکي: ځوانانو ته دې ځانګړى وزارت جوړ شي
author avatar
14 Jan 2015 - 17:32

جلال اباد (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې سلګونو ځوانانو د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومت څخه د ځوانانو لپاره د ځانګړي وزارت جوړولو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو ويل، چې د حکومت مشرانو د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال له دوى سره د ځانګړي وزارت د جوړولو ژمنه کړې وه.

دغه لاريون چې د مرغومي په ٢٤مه، د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت له خوا په لاره اچول شوى و، په کې د  ځوانانو د بېلا بېلو ټولنو تر درېيو سوو زياتو ځوانانو برخه اخيستې وه.

د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي د لاريون پر مهال خبريالانو ته وويل، چې د ملي يووالي حکومت  بايد د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

هغه زياته کړه: ((د حکومت  دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې که واک ته ورسېږي، نو د ځوانانو لپاره به ځانګړى وزارت رامنځته کړي.))

خو احمدزي وويل، اوس چې کابينه اعلان شوه، نو په کې د ځوانانو لپاره هېڅ وزارت نه و او مشرانو په خپلو ژمنو وفا ونه کړه.

دى وايي، د حکومت دغې پرېکړې، ځوانان ناهيلي کړي دي.

د هغه په وينا، په تېرو حکومتونو کې د ځوانانو معينيت په سمبوليک ډول جوړ شوى و او دوى ته يې هېڅ ډول امکانات نه وو ورکړي.

نوموړي ګواښ وکړ، څو پورې چې د حکومت مشران خپلې ژمنې عملي نه کړي، دوى به خپلو مدني حرکتونو ته ادامه ورکړي.

د لاريون يوه بل ګډونوال نوراحمد نوراني بيا پر ولسي جرګې غږ وکړ، چې د حکومت له لوري ورپېژندل شويو وزيرانو ته د هغوى د وړتيا، مسلکي توب او د خدمت د روحيې په پام کې نيولو سره رايه ورکړي.

د هغه په وينا، وکيلان بايد هغه وزيران چې دوه ګونى تابعيت لري، د وزارت چوکۍ ته له رسېدو راوګرځوي.

د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حکومت له خوا په اعلان شوې ٢٥ کسيزه کابينه کې يو شمېر ځوان وزيران هم شته.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.