ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د يوه سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

لغمان کې د يوه سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

author avatar
4 Jan 2015 - 17:41
لغمان کې د يوه سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
author avatar
4 Jan 2015 - 17:41

جلال اباد (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): په لغمان ولايت کې د ۴۶ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه سړک جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ١٤مه، پژوا ک خبري اژانس ته وويل چې د مهترلام ښار دننه له محمدرحيم چوک څخه تر اليشنګ اډې پورې سړک قير او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

هغه زياته کړه، چې د دې سړک د جوړېدو چارې د اتو مياشتو په موده کې سرته ورسېدې او نن يې د پرانيستې په مراسمو کې د لغمان سرپرست والي ، ښاروال او نورو چارواکو ګډون درلود.

ځواک وايي، دغه سړک ۱۶۰۰ متره اوږدوالی او د ۱۳ متره قير په ګډون له پليو لارو سره ټول ۲۱ متره سور  لري.

د نوموړي په وينا، پر دې سړک ٤٦ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د ولايت د ښاروالۍ له خوا ورکړل شوى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.