لښکرګاه ( پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۳ ) : د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې دیوې چاودنې له امله د عزیزي بانک درې کارکوونکي او یو پولیس وژل شوي دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول د مرغومي په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه د ماښام په شاوخوا پنځو بجو په لښکرګاه کې وشوه.
سرچینې زیاته کړې چې د سړک دغاړې ماین د عزیزي بانک د مامورینو پر یوه موټر چاودیدلی دی.
امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې په دې چاودنه کې د عزیزي بانک درې کارکوونکي او یو پولیس وژل شوي او یاد موټر هم ویجاړ شوی دی.
دی وایي چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي ، خو دهغوی د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه درلودل.
ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن