ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو د خپلو سرتېرو د ايستلو خبرداری ورکړ

ناټو د خپلو سرتېرو د ايستلو خبرداری ورکړ

author avatar
12 Aug 2014 - 12:19
ناټو د خپلو سرتېرو د ايستلو خبرداری ورکړ
author avatar
12 Aug 2014 - 12:19

کابل (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): ناټو سازمان يو ځل بيا په ډاګه کړه، که چېرې نوى افغان ولسمشر ورسره امنيتي سند لاسليک نه کړي، دوى به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن په يوه تازه مرکه کې کړې چې پرون د زمري په ٢١مه خپره شوې ده.

هغه زياته کړې، څو چې دوى تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره يو قانوني چوکاټ ترلاسه نه کړي، په دغه هېواد کې خپل سرتېري نه شي پرېښوداى.

د نوموړي په وينا، قانوني چوکاټ هغه مهال ترلاسه کېداى شي، چې افغانستان له ناټو سره امنيتي تړون  (صوفه) لاسليک کړي.

ټاکل شوې د وږي مياشتې په ١٣مه نېټه د برېتانيا په وېلز ښار کې د ناټو سازمان سرمشريزه غونډه جوړه شي چې افغانستان به يې د اجنډا په مهمو موضوع ګانو کې وي.

راسموسن وايي چې دې غونډې ته کمې ورځې پاتې دي او که امنيتي سند لاسليک نه شو، نو دوى به په ياده غونډه کې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ايستلو په اړه پرېکړه وکړي.

د هغه په وينا، که چېرې تر يادې نېټې مخکې د ناټو او افغانستان تر منځ امنيتي سند لاسليک شي، نو تر ٢٠١٤  کال وروسته به دوى په افغانستان کې د روزنې، مشورې او همکارۍ نوى ماموريت پيل کړي.

خو تر دې مخکې ناټو شرط اېښى، څو چې د امريکا او افغانستان تر منځ امنيتي سند لاسليک نه شي، دوى هم له افغانستان سره د صوفه سند نه لاسليکوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر يادو سندونو له لاسليک انکار کړى خو د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله ژمنه کړې چې د بريا په صورت کې به ياد سندونه لاسليکوي.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي هيله څرګنده کړې چې د ټاکنو پايلې به د راتلونکې مياشتې (وږي) تر درېيمې پورې اعلان او نوى ولسمشر به پر خپل کار پيل کړي.

هغه زياته کړې، چې نوى ولسمشر به د ناټو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.