بروکسل (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٣): په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ١٣ کلن پوځي ماموريت پاى ته رسېدو ته يوه مياشت پاتې ده؛ د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان کې د دغه سازمان پر نا جګړه ييز ماموريت هوکړه وکړه.
د دغه ماموريت له مخې چې د پرېکنده ملاتړ د ماموريت په نوم ياد شوى، ناټو ځواکونه د ٢٠١٥ زېږديز کال له پيل نه د افغان ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستې ته مخه کوي.
نن د ناټو د بهرنيو چارو وزيران د بلجيم په مرکز بروکسل کې د دغه سازمان په مقر کې راټول شوي وو او د خپلو خبرو په پايله کې يې د دغه ماموريت د پيل په اړه هوکړه وکړه.
د ناټو سرمنشي ينس استالتنبرګ د دې ناستې په پاى کې وويل چې د ناټو نوى ماموريت به د هغو ١٢ زره سرتېرو له خوا مخته يوړل شي چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په دغه هېواد کې پاتې کېږي. د دغو سرتېرو زياته برخه امريکايي ځواکونه جوړوي.
استالتنبرګ له افغان ولسمشر اشرف غني سره يوې ګډې خبري غوڼدې ته وويل چې اوسمهال د افغانستان راتلونکې د دغه هېواد د خلکو په لاس کې ده.
هغه وويل چې افغانانو د ډيموکراسۍ، سولې او ثبات لاره غوره کړې او موږ به يې په دې برخه کې ملاتړ وکړو، هغه کار چې د دغه هېواد د سولې، سيمې او نړۍ په ګټه دى.
د ناټو سرمنشي زياته کړه: ((نن موږ تصميم نيولى چې د خپلې پرېکنده ملاتړ ماموريت د ٢٠١٥ زېږديز کال د جنوري په لومړۍ نېټه پيل کړو، دا په ريښتيا هم زموږ ( ناټو) او افغانستان لپاره يوه مهمه شېبه ده. پرېکنده ملاتړ به غير جګړه ييز وي.))
هغه وويل چې نوى ماموريت له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ يو اړخ دى او دغه سازمان په پام کې لري چې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره مالي ملاتړ هم برابر کړي او له دغه هېواد سره اوږد مهاله ګډون ته پراختيا ورکړي.
استالتنبرګ وويل چې دواړو افغان چارواکو د ناټو او د ناټو له شريکانو څخه د خپل هېواد لپاره د ملاتړ لپاره واحد او يو غښتلى ځواب ترلاسه کړ.
د ناټود بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې افغان ولسمشر او اجرائيه رييس ګډون درلود او د دغه سازمان د نوي ماموريت په اړه يې خپل ليدلوري وړاندې کړل.
افغان ولسمشر په افغانستان کې د ناټو د قربانيو د درناوي ترڅنګ وويل چې دغه هېواد لا هم چمتو نه دى چې ټول کارونه خپله ترسره کړي.
د افغان حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله هم له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ د دوام هيله وکړه، څو په دغه هېواد کې امنيت او ثبات تضمين شي.
هغه وويل چې افغان حکومت هم په خپله امنيتي بوديجه کې د خپلې ونډې زياتولو ته ژمن دى. خو په ورته وخته کې يې ټينګار وکړ چې د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره نه شو کولى چې د نړيوالې ټولنې د پرله پسې مالي مرستو په اړه مبالغه وکړو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن