ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د مرمرو توليد د پا کستانيو مرمرو د وارداتو مخه نيولې

ننګرهار کې د مرمرو توليد د پا کستانيو مرمرو د وارداتو مخه نيولې

author avatar
6 Jan 2015 - 12:25
ننګرهار کې د مرمرو توليد د پا کستانيو مرمرو د وارداتو مخه نيولې
author avatar
6 Jan 2015 - 12:25

جلال اباد ( پژواک، ١٦ مرغومى ۹۳) په ننګرهار کې د مرمرو ډبرو د فابريکو مسوولين وايي چې د دې ولايت  مرمر لوړ کيفيت لري او د پا کستانيو مرمرو د وارداتو مخه يې نيولې ده.

ننګرهار د مرمرو ډبرو له پلوه غني ولايت دی او په ډېرو ولسواليو کې يې د لوړ کيفيت لرونکې ډبرې ترلاسه کېږي، دغه راز د ګاونډي ولايت کونړ په ځينو ولسواليو کې هم دا ډبرې موجودې دي چې په ځينو کې يې د استخراج چارې هم  روانې دي.

په دې ولايت کې د مرمرو ډبرو د پروسس کولو ګڼ شمېر فابريکې فعاله دي، چې په لوړ کيفيت د مرمرو بېلا بېل ډول ډيزاينونو تر جوړولو وروسته بازارته وړاندې کيږي.

د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د سره رود دو سرکې سره د “ارين د مرمرو” شرکت مشر حاجي فضل مولا وايي چې فابريکه يې له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې فعاليت کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرمرو ډبرې د ننګرهار له شېرزادو او د کونړ له نورګل ولسوالۍ څخه ترلاسه کوي او د همدې سيمو د مرمرو ډبرې تر نورو سيمو ښه کيفيت لري.

نوموړى چې د (افغان وايټ) په نامه د مرمرو ډبرو بېلابېل ډول ډيزاينونه مارکېټ ته وړاندې کوي، وايي چې له ځينو سيمو څخه په خپله ډبرې راوړي او له ځينو نورو سيمو څخه قرارداديان دوی ته تر فابريکې پورې ډبرې رسوي.

د ارين د مرمرو د فابريکې مسوول وايي چې اوسمهال ۲۰ تنه افغان کارګران لري، خو تر دې مخکې يې ۸۰ تنه کارګران درلودل .

د هغه په وينا، په هېواد کې د ټاکنيزو لانجو او د کابينې د ځنډ له امله د دوی کاروبار هم خراب شوی، نو له همدې امله دوی اړ شول چې خپل کارکوونکي کم کړي.

حاجي فضل مولا وويل، دوی حکومت ته ماليه ورکوي او له هغو خلکو ډبرې اخلي چې د معادنو له رياست سره رسمي قرار داد ولري.

ده زياته کړه : (( ددې ولايت د ماربلو ډبرې په دومره اعلی کيفيت دي، چې د پاکستانيو ماربلو مخه يې تر پخوا نيولې او خلک اوس د خپلې سيمې ماربل خوښوي.))

د هغه په وينا، د ماربلو ډبرې په معياري او فني توګه اېستل کېږي، دا په داسې حال کې ده چې پخوا به تر چاودنو وروسته دا ډبرې اېستل کېدې.

حاجي فضل مولا وايي چې د ماربلو په معياري او فني ډول اېستلو سره يې د ضايعاتو مخه هم  نيول شوې ده.

نوموړي وويل چې دوی ټول عصري وسايل لري او په معياري توګه ماربل بازار ته وړاندې کوي. 

خو هغه زياتوي چې د ماربلو د پالش او د ډبرو د ماتولو پر مهال ۴۰ سلنه ضايعات لري، خو وايي چې له دې ضايعاتو څخه وروسته بيا په نورو شيانو کې استفاده کوي.

همدارنګه د جلال اباد ښار د نېشنل فابريکې مشر حاجي اېمل مومند وايي چې ټول توليدات يې وطني دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د مرمرو ډبرې د ننګرهار له شېرزادو څخه ترلاسه کوي او ددې سيمې د مرمرو ډبرې تر نورو ښه کيفيت لري.

حاجي اېمل وايي : (( له موږ سره بېلابېل ډول غټ او واړه ماشينونه دي، غټه تېږه په لويو ماشينونو دوه ځايه کوو او د وړو ماشينونو په واسطه په مربع او طول شکل ورته سرونه ورکوو.))

د هغه په وينا، د مرمرو د پالش کولو ماشينونه هم ورسره شته او فابريکه کې ډبرې پالش کوي که څوک وغواړي چې پرته له پالش څخه د مرمرو ډبرې واخلي هم ورته ورکول کېږي چې وروسته له لګولو پالش کېږي.

د نېشنل د فابريکې مشر وايي چې له دوی سره اوسمهال پنځه ويشت افغان کارګران دي او د بازار له  ښه کېدو سره د کارګرانو شمېر هم تر شپېتو پورې لوړېږي.

هغه زياته کړه : (( زموږ مياشتني عوايد دوه نيم سوه زره افغانۍ دي او دولت ته په منظمه توګه ماليه ورکوو.))

د يادې فابريکې مشر زياتوي،دوى له هغه چاڅخه تيږې اخلي، چې له معادنو رياست سره رسمي قراداد ولري او په فني او معياري توګه استخراج وکړي.

 اېمل وايي : ((پخوا به د مرمرو ډبرې د انفجار په واسطه ويستل کېدې چې ډېر ضايعات به يې درلودل خو اوس د سيم بُر په واسطه په فني او معياري توګه ويستل کېږي او د ضايعاتو مخه نيول شوې ده.))

هغه زياته کړه چې د ډبرو د پرې کولو او جوړولو لپاره په فابريکه کې عصري او قيمتي ماشينونه شته او په ښه توګه ډبرې پرې  کېږي .

د نېشنل فابريکې مشر وويل چې اوسمهال د ډبرو په پرې کولو کې ډېر کم ضايعات لري او له دې ضايعاتو څخه هم په نورو چارو کې استفاده کوي.

همدارنګه د جلال اباد ښار د ساحل ماربلو د فابربکې مشر حاجي روح الله هم د ننګرهار د ماربلو د ښه کيفيت يادونه وکړه.

هغه پژواک ته وويل : (( د ننګرهار ماربل د کيفيت له لحاظه د هېواد په غورو ماربلو کې راځي، موږ کولی شو چې د نورو هېوادونو د توليد  پر ځاى خپل وطني ماربل وکاروو.))

د نوموړي په وينا، لس، دولس کاله د مخه هېوادني ماربل ډېر کم و او ډېرى ماربل به له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راتلل، خو اوس د ننګرهار ماربل په ښه کيفيت پيدا کېږي نو د بهرنيو ماربلو مخه يو څه نيول شوې  ده.

د ساحل د مرمرو فابريکې مشر وويل چې دوی ډېری ماربل له خو ګياڼو څخه راوړي.

د هغه په وينا، ددې فابريکې ټول کارګران افغانان دي او بهرني کارګر نه لري.

د ساحل فابريکې مشر وويل ، دوی له هغه چا د مرمرو کاڼي اخلي چې د معادنو رياست سره رسمي قرارداد ولري .

حاجي روح الله يادونه وکړه چې که د افغانستان ګمرکونه له پاکستان څخه د مرمرو په واردولو باندې په سمه توګه محصول وضع کړي، نو لرې نه ده چې د افغانستان مرمر په ټول هېواد کې په بې ساري ډول وپلورل شي او د پاکستانيو ډبرو مخه به ونيول شي.

د ننګرهار د کانونو رييس انجنير طارق پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د ننګرهار مرمر  د نړۍ په کچه  ښه کيفيت لري.

خو هغه زياته کړه، دا چې د پاکستانيو مرمرو بيه ټيټه ده، نو تر اوسه د ننګرهار مرمر په بازار کې ډېر ښه ځاى نه لري.

نوموړى وايي چې په دې وروستيو کې په دې برخه کې لږ پرمختګ شوى او د ماربلو فابريکې هم معياري توکي توليدوي.

انجنير طارق وويل، دا چې په ځينو سيمو کې نا امني زياته ده، نو د مرمرو ډبې په غير فني توګه ويستل کېږي .

د يادونې ده چې دا مهال په جلال اباد ښار کې زيات شمېر د مرمرو فابريکې په کارونو بوختې دي، چې ټولو ته له شېرزادو،خوګياڼو او کونړ څخه خام مواد راځي.

Visits: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.