جلال اباد( پژواک، ٣ مرغومى ٩٣ ) : په ننګرهار ولايت کې د بې پېلوټه الوتکې په دوو بريدونو کې ديوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ايتلافي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې پرون د خوګياڼو ولسوالۍ د مېره خېلو پر سيمې بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د مشرقيوال په وينا، په وژل شويو کې يو تن پاکستانى وسله وال هم شامل دى.
ده دغه راز وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره ورځ ددې ولايت د لعلپورې ولسوالۍ د مچ ميږي په سيمه کې هم د بې پيلوټه الوتکې بريد کړى او يو طالب قوماندان يې وژلى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
بله خوا مشرقيوال وايي چې ګډو ځواکونو نن سهار په مومند درې او غني خېلو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
هغه زياتوي چې ددې عملياتو په ترڅ کې چې سلګونو ځواکونو په کې برخه اخيستې وه، د غني خېلو ولسوالۍ په يوه لوړه څوکه کې امنيتي پوسته جوړه شوه.
د يوه بل خبر له مخې، په کاپيسا ولايت کې امنيتي ځواکونو په نجراب ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقير احمد صديقي پژواک اژانس ته وويل چې په دې عملياتو کې تر اوسه دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن