ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني چين ته ورسېد

ولسمشر غني چين ته ورسېد

author avatar
28 Oct 2014 - 09:06
ولسمشر غني چين ته ورسېد
author avatar
28 Oct 2014 - 09:06

کابل (پژواک ٦ لړم ٩٣): ولسمشر اشرف غني احمدزى د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په څلور ورځني رسمي سفر تېره شپه چين ته تللى دى.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر احمدزى به په دغه سفر کې له خپل چيني سيال شي جين پېنګ، له لومړي وزير او د پارلمان له رييس سره وګوري.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغه سفر کې به د افغانستان او چين تر منځ د همکارۍ څو هوکړه ليکونه هم لاسليک شي.

دغه راز به ولسمشر احمدزى د دغه څلور ورځني رسمي سفر په څنډه کې له افغان او چينايي پانګوالو او سوداګرو سره په يوه ګډه غونډه کې ګډون او د دغه هېواد له سترو تاسيساتو او بنسټونو به ليدنه هم وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پام کې ده افغان ولسمشر د بيجنګ ښار د شينهوا پوهنتون محصلينو ته وينا وکړي او په يوه ګردي مېز کې به له يو شمېر کارپوهانو سره د چين او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو او د سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو په اړه خبرې وکړي.

د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر، د حکومت د اجرائيه رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، اقتصادي سلاکار او د ماليې وزارت سرپرست حضرت عمر زاخېلوال، د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله محمدي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست محمد شاکر کارګر او يو شمېر نور چارواکي او سوداګر په دغه سفر کې د ولسمشر ملتيا کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.