تالقان (پژواک، ١١ کب ٩٣): د تخار د کلفګان ولسوال وايي چې د يوه جومات ملا امام پر خپلې شاګردې جنسي تېرى کړى او ترې حامله شوې ده.
د کلګفان ولسوال نوراحمد د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د دې ولسوالۍ د زردالو درې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې درې د يوه جومات ملا امام پر خپلې يوې ١٥ کلنې شاګردې اته مياشتې مخکې له بې هوښه کولو وروسته جنسي تېرى کړى و.
د نوموړي په وينا، کله چې له اتو مياشتو وروسته نجلۍ پوه شوه چې حامله شوې نو ملا ته راغلې او ورته يې ويلي دي چې واده ورسره وکړي.
خو ولسوال وايي چې ملا يو ځل بيا خپله شاګرده بې هوښه کړې او جنسي تېرى يې پرې کړى دى.
نوراحمد وويل چې پرون د يادې نجلۍ کورنۍ ولسوالۍ ته په شکايت ورغلې وه او تر عريضې وروسته پوليسو د جومات ملا امام نيولى او اوس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دى.
خو د تخار د علماوو شورا رييس مولوي عبدالصمد ياده ادعا ردوي او دا د ملايانو او علماوو پر وړاندې يوه دسيسه ګڼي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ځينې کسان په لوى لاس د ملايانو د بدنامولو هڅه کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن