ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٦٣٥ زره رايې بې اعتباره شوې

٦٣٥ زره رايې بې اعتباره شوې

author avatar
16 Sep 2014 - 12:44
٦٣٥ زره رايې بې اعتباره شوې
author avatar
16 Sep 2014 - 12:44

کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): د ټاکنو کمېسيون د چارواکو له خوا وړاندې شوې شمېرې ښيي چې د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو د سل سلنه رايو د څېړنې په پايله کې په ټوليز ډول د رايو ١٠١٠ صندوقونه باطل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، دا چې د څېړنې په بهير کې څومره رايې باطلې شوې؟  اوس مهال يې په اړه معلومات نه شي ورکولى.

بلخوا بيا د ټاکنو کمېسيون يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې اشرف غني احمدزى له خپل سيال عبدالله عبدالله څخه څه باندې ٨٠٠ زره رايې وړاندې دى.

د ټاکنو کمېسيون د هغو رايو د باطلېدو لړۍ چې د تفتيش په پايله کې تقلبي بلل شوې، د وږې مياشتې په ٣مه د دواړو نوماندانو د استازو او ملي او نړيوالو څارونکو په شتون کې پيل کړ.

دغه بهير په دريو علني ناستو کې، چې درې اونۍ وخت يې ونيو د وږي مياشتې په ٢٣مه بشپړ شو.

د دغه کمېسيون رييس احمديوسف نورستاني يوه ورځ وړاندې په يوه خبري غونډه کې د رايو د څېړنې بهير له بشپړېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې دوى په ټوليز ډول له دواړو ټاکنيزو ډلو ٢٩٢٩ شکايتونه ترلاسه کړي وو، چې وڅېړل شول.

نورستاني وويل چې د اصلاحاتو او همپالنې  ټيم له ٢٢٠ شکايتونو  ١٦٨٣ موارد او د تحول او تداوم ټيم له ٧٢٩ شکايتونو څخه ٢٤٢ موارد وڅېړل شول.

هغه معلومات چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له نهو علني ناستو د رسنيو په واک کې ورکړل شوي؛ څرګندوي چې په ټوله کې ١٠١٠صندوقونه باطل شوي دي.

د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې اوسمهال نه شي کولى د هغو رايو په اړه معلومات ورکړي، چې د څېړنې په پايله کې باطلې شوې دي.

د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي چې د باطلو شوو رايو په اړه به د ټاکنو د پايلو د اعلان پر مهال مفصل معلومات وړاندې کړي.

خو د ټاکنو په کمېسيون کې يوې باوري سرچينې پژواک ته وويل چې د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو د ټولو رايو د څېړنې په پايله کې څرګنده شوې چې اشرف غني د خپل سيال څخه ٨٢٢٩١٥ رايې زياتې وړې دي.

دغه سرچينې زياته کړه چې شته شمېرې د ټاکنو کمېسيون د وروستيو تصميم نيونو وروسته څرګندوي، چې په ټوله کې ٧٣١١٩١٩ رايې معتبرې پېژندل شوې چې له دې ډلې يې ٥٥،٦٢ سلنه اشرف غني او ٤٤،٣٧ سلنه يې عبدالله عبدالله په لاس راوړي دي.

د هغه په خبره، احمدزي٤٠٦٧٤١٧  او عبدالله ٣٢٤٤٥٠٢ رايې خپلې کړې دي.

په دې حساب د څېړنې په پايله کې په ټوله کې ٦٦٠٨٠٨ رايې له منځه ايستل شوې دي.

ټاکنو کمېسيون د رايو د څېړنې له پيل وړاندې د  چنګاښ په ١٦مه د لومړنيو پايلو د اعلان پر مهال ويلي وو چې د ټاکنو په دويم پړاو کې يې په ټوله کې ٧٩٧٢٧٢٧ معتبرې ګڼلې دي.

د دغه کمېسيون رييس ويلي وو چې په ټوليز ډول د ټاکنو په دويم پړاو کې  ٨١٠٩٤٩٣ رايې کارول شوې دي.

د ټاکنو کمېسيون په ويبپاڼه کې د درج شوو معلوماتو له مخې دغه کمېسيون د لومړنيو پايلو له اعلان وړاندې يې ١٣٦٧٦٦ رايې باطلې کړې وې.

لومړنۍ پايلې

لومړنۍ پايلې چې د چنګاښ مياشتې په ١٦مه د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شوې، اشرف غني د ٤٤٨٥٨٨٨ رايو په درلودو سره، چې د ټولو رايو ٥٦،٤٤ سلنه جوړوي، له خپل سيال عبدالله عبدالله څخه مخکې شوى دى.

عبدالله وکولى شول چې د ټولو رايو ٤٣،٥٦سلنه خپلې کړي، چې په ټوليز ډول ٣٤٦١٦٣٩ رايې کېږي.

 د نوماندانو د رايو کموالى

د ولسمشرۍ رياست د لومړنيو پايلو او هغو شمېرو له پرتلنې څخه چې پژواک خبري اژانس ته د ټاکنو کمېسيون سرچينې ورکړې، څرګندېږي چې د بيا څېړنې په پايله کې د احمدزي ٤١٨٤٧١ رايې او د عبدالله ٢١٧١٣٧ رايې بې اعتباره شوې، چې په ټوله کې ٦٣٥٦٠٨ رايې کېږي.

د باطلو شوو رايو کره شمېرې په لاس کې نشته او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تر  اوسه هم د ټاکنو کمېسيون د دوو وروستيو ناستو تصميمونه نه دي څېړلي.

لا هم د ٢٥٢٠٠ رايو برخليک نا څرګند دى.

د کمېسيون ٩ علني ناستې

د ټاکنو کمېسيون لومړۍ علنې ناسته د وږې مياشتې په ٣مه نېټه ترسره شوه چې په ټوله کې د ٣٦٤٥ صندوقونو په اړه تصميم ونيول شو او له دې ډلې يې د ٧٢ محلونو رايې باطلې اعلان کړې، خو د دغو صندوقونو د باطلو شوو رايو شمېره يې څرګنده نه کړه.

د کمېسيون په دويمه علني ناسته کې چې د وږې مياشتې په پنځه مه ترسره شوه، د رايې ورکونې د ٣٠٠٠ صندوقونو په اړه تصميم ونيول شو، چې د ټاکنو کمېسيون له دې ډلې د ٤٦ صندوقونو رايې باطلې کړې. د يادو صندوقونو د رايو ټوله شمېره ٩٧٩٤ رايو ته رسېده.

دريمه ناسته د وږې مياشتې په ٧مه نېټه ترسره شوه، چې دغه ځل هم د ټاکنو کمېسيون د ٣٠٠٠ صندوقونو د پايلو په اړه تصميم ونيو او په پايله کې يې ٦٩ صندوقونه باطل کړل، خو کمېسيون د دغو صندقونو د رايو شمېر ونه ښود.

دوه ورځې وړاندې (د وږي ٩مه) د ټاکنو کمېسيون څلورمه ناسته ترسره شوه، دغه ځل پر ٥٠٠٠ صندوقونو بحث وشو، چې له دې ډلې د ٢٣٦ صندوقونو په اړه د باطلېدو تصميم ونيول شو. په دغو صندوقونو کې ٤٨٠١٩ رايې شاملې وې.

د ٥٠ نورو صندوقونو رايې په پنځو علني ناستو کې د وږې مياشتې د ١١مې نېټې په ناسته کې باطلې اعلان شوې. په دغو صندوقونو کې ١٢٦٥١ رايې اچول شوې وې. په ټوله که په دې ناسته کې د ٢٠٠٠ رايو په اړه تصميم ونيول شو.

د ټاکنو کمېسيون په شپږمه علني ناسته کې هم د ٢٠٠٠ صندوقونو رايې وڅېړل شوې، چې له دې ډلې ٧٢ صندوقونه، چې ٢٢٨٠١ رايې يې درلودې، د کمېسيون له خوا باطلې اعلان شوې.

اومه  ناسته، چې د ٢٣٠٠ صندوقونو د پايلو په اړه وه، چې   د وږي مياشتې په ١٧مه نېټه ترسره شوه او د رايې ورکونې د ٩٤ محلونو په اړه چې ټول ټال يې ٣٣٩٦٧ رايې درلودې، د کمېسيون له خوا باطلې اعلان شوې.

د ټاکنو کمېسيون په اتمه ناسته کې، چې د وږې په ٢١مه ترسره شوه، د رايو د ٢٠٠٠ صندوقونو په اړه تصميم ونيول شو، چې له دې ډلې يې ٩٥ صندوقونه باطل اعلان کړل، خو د يادو صندوقو د رايو شمېر اعلان نه شو.

د رايې ورکونې د ٤٠٥ محلونو د پايلو په اړه د دغه کمېسيون نهمه او وروستۍ ناسته د وږي مياشتې په ٢٣مه وه چې په کې د ٢٧٦ صندوقونو رايې باطلې شوې. په وروستۍ ناسته کې هم د ټاکنو کمېسيون د باطلو شوو رايو شمېره اعلان نه کړه.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، په پنځو علني ناستو کې په ټوله کې ١٢٧٢٣٢رايې باطلې شوې، خو په نورو څلورو علني ناستو کې د باطلو شوو رايو شمېره نه ده څرګنده. په دغه ناسته کې د ١٠٤٩٠ صندوقونو په اړه تصميم نيول شوى دى.

د دغو صندوقونو له جمع بندۍ وروسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په نهو ځانګړو ناستو کې د هغو په اړه تصميم ونيو، ليدل کېږي چې شمېره يې ٢٣٣٥٠ صندوقونو ته رسېږي.

هغه معلومات چې ټاکنو کمېسيون په نهو ناستو کې وړاندې کړي دي، ٥٢٢ صندوقونه له هغه زيات دي، چې کمېسيون پخوا رسنيو ته اعلان کړى و. کمېسيون دغه شمېره ٢٢٨٢٨ صندوقه اعلان کړې ده.

بلخوا د ټاکنو کمېسيون په ويبپاڼه کې د هرې علني ناستې په اړه درج شوي معلومات، د ټاکنو کمېسيون له چارواکو سره چې په علني ناستو کې يې وړاندې کړي، يو څه توپير لري.

د بېلګې په توګه د ټاکنو کمېسيون چارواکو په اتمه علني غونډه کې خبريالانو ته وويل چې د ٢٠٠٠ صندوقونو په اړه يې تصميم نيولى، خو د ټاکنو کمېسيون کې ويبپاڼه کې د ٣٨٥٨ صندوقونو په اړه تصميمونه درج شوي دي.

په همدې ترتيب په ځينو ناستو کې د ځينو صندونو يادونه هم شوې ده، خو د ټاکنو کميسيون په ويبپاڼه کې دهغو صندوقونو شمېره،  چې په اړه يې تصميم نيول شوى کمه ده، خو په ټوله کې د صندوقونو شمېره ٢٢٨٩٥ ته رسېږي چې د کمېسيون د شمېرو له مخې ٦٧صندوقونه زيات  دي.

خو د ټاکنو کمېسيون وياند نه مني چې دغه شمېره دې  د دوى له خوا د اعلان شوې شمېرې (٢٢٨٢٨)  څخه زياته وي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د نوماندانو د شکايتونو له څېړنې وروسته د ټاکنو کمېسيون د تصميمونو پر وړاندې د ١٨ صندوقونو رايې په بشپړه توګه او د ٥ نورو صندوقونو رايو ته کم او زيات دويم ځلي اعتبار وربښلى او په نورو مواردو کې يې د ټاکنو کمېسيون تصميم تاييد کړى دى.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تر اوسه اوه علني غونډې جوړې کړې دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون منشي او وياند محمد نادر محسني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د نوماندانو د شکايتونو په ځانګړي ډول د  ټاکنو کمېسيون د وروستۍ پرېکړې په اړه اته علني غونډې بشپړوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.