ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي

پنځه پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي

author avatar
30 Dec 2014 - 14:54
پنځه پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي
author avatar
30 Dec 2014 - 14:54

لښکرګاه-خوست (پژواک، ۹ مرغومى ۹۳): په هلمند او خوست ولايتونو کې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې پنځه پوليس او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال پاچا ګل بختيار پژواک خبري اژانس ته وويل تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې پنځه پوليس او څلور وسله وال طالبان  وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې ياده نښته د سنګين ولسوالۍ په شمالي برخه کې مرکز ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستې  بريد وکړ چې په پايله کې يې پنځه پوليس ووژل شول.

نوموړي وويل، همدا شان  تېره ورځ په همدې سيمه کې له پوليسو سره په يوه بله جګړه کې څلور وسله وال طالب قوماندان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په  دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې ، د خوست د والي وياند وايي  چې د خوست ښار سوېل لور ته د شمل پيرانو د کلي په يوه کور کې د بمي چاودنې له امله يو ماين جوړوونکی وژل شوی او د هغه د کورنۍ درې غړي ټپيان شوي دي.

مبارز ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې د خپل بم په چاودنه کې دغه وژل شوی کس، د ماينونو په جوړولو کې خورا ډېر ماهر و او دغه راز د هغه په لاس جوړ شوو ماينونو ډېر تلفات اړولي دي.

د خوست د امنيه قوماندانۍ يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي پژواک اژانس ته وويل چې په ټپيانو کې د وژل شوي کس درې کلن ماشوم زوی هم شامل دی.

د خوست د سرپرست والي له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه پېښه غندل شوې او د خوست له ټولو کورنيو يې غوښتنه کړې چې خپل اولادونه ورانکارو فعاليتونو ته پرې نه ږدي.

د شمل پيرانو د سيمې يوه اوسېدونکي حکيم خان پژواک اژانس ته وويل چې د چاودنې له غږ سره يې سم د خپل ګاونډي په کور کې هوا ته پورته کېدونکي ګردونه او لوګي ولېدل.

حکيم خان زياته کړه کله چې کور ته ورغلل، په پېښه کې د دغه کور يو سړی  ځای پر ځای وژل شوی و او درې نور ټپيان يې په بېړه روغتون ته ولېږدول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.