ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ملي اردو ٨٠٠ سرتېري وروزل شول

په کندهار کې د ملي اردو ٨٠٠ سرتېري وروزل شول

author avatar
10 Feb 2015 - 15:14
په کندهار کې د ملي اردو ٨٠٠ سرتېري وروزل شول
author avatar
10 Feb 2015 - 15:14

کندهار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٣): په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو له روزنيز مرکزه ٨٠٠ سرتېرو  ته تر روزنې وروسته  فراغت ليکونه ورکړل شول.

په دې اړه د سلواغې په ٢١مه په کندهار هوايي ډګر کې د ٢٠٥ اتل قول اردو په قرارګاه کې غونده جوړه شوې وه چې په کې د دې قوماندانۍ مرستيال بريد جنرال سيد اغا ساپي، له کابله راغلي د دفاع وزارت اړوند د لوى درستيز د تفتيش رييس تورن جنرال سردارمحمد ابوالفضل او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړى و.

د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال بريد جنرال سيد اغا ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو ٨٠٠ سرتېري چې په بېلابېلو ولايتونو کې جذب شوي او روزنه يې بشپړه شوې، په کندهار او زابل ولايتونو کې به پر دندو وګومارل شي.

ده زياته کړه، په دې وروستيو کې يې د ملي اردو د سرتېرو د روزنې لړۍ چټکه کړې او هغه سيمې يې د ملي اردو تر پوښښ لاندې راوستلي چې مخکې په کې بهرني ځواکونه مېشت وو.

د نوموړي په وينا، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو سرتېري د سوېلي زون په ولايتونو کې په پرله پسې توګه عمليات کوي، له مخې يې وسله والو مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى دى.

خو ده د وسله والو مخالفينو ځمکني ماينونه لا هم يو ګواښ وباله چې له امله يې نه يواځې امنيتي ځواکونو، بلکې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

ساپي په سوېل کې د زابل اټغر او د کندهار د ميوند ولسوالۍ تيمور بند هغه سيمې يادې کړې چې په کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه محسوس دي.

خو ده يادونه وکړه چې دغو دواړو سيمو ته د ملي اردو ځانګړي ځواکونه لېږل شوي او هلته يې عمليات پيل کړي، تر څو شته تهديدات له منځه يوسي.

دغه راز نوموړي خبر ورکړ چې په دې وروستيو کې يې د ٢٠٥ اتل قول اردو زرګونه سرتېري هلمند ولايت ته لېږل شوي، تر څو هلته د ٢١٥ قول اردو له ځواکونو سره يو ځاى په سنګين او موسى کلا کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړي.

د دفاع وزارت اړوند د لوى درستيز د تفتيش رييس تورن جنرال سردار محمد ابوالفضل وويل چې په دې وروستيو کې د ملي اردو روزنه او تجهيزات ښه شوي، خو کومې ستونزې چې شته هغوى به يې د هواري لپاره اقدام وکړي.

هغه له فارغ شوو سرتېرو وغوښتل چې اصول او مقررات مراعات کړي او هڅه وکړي چې نه يواځې د خلکو امنيت خوندي کړي، بلکې په خپلو ښو اخلاقو د هغوى زړونه هم خپل کړي.

د فارغ شوو سرتېرو له ډلې لومړي بريدمن نويدالله پژواک اژانس ته وويل چې د روزنې پر مهال يې د نظامي فعاليتونو تر څنګ يې له خلکو او د سيمې له اوسېدونکو سره د چال چلند په برخه کې په ښه توګه زده کړې کړې او هڅه به وکړي خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.

هغه زياته کړه، د ملي اردو ليکو ته د دې لپاره راغلى چې د خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.