ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور وسله وال طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

څلور وسله وال طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
13 Jan 2015 - 12:57
څلور وسله وال طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
13 Jan 2015 - 12:57

لښکرګاه(پژواک ۲۳ مرغومی۹۳) : چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې دوه ملکي وګړي او څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان دي.

د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن تور ريالي روهي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن لس بجې د بې نادر په سيمه کې د ملکي وګړو په موټر د ماين چاودنه شوې.

د ده په وينا، په ياده پېښه کې يو پلار او زوی وژل شوي، دوه زامن او مېرمن يې ټپيان دي، چې ټپيان د درمنلې لپاره ځايي روغتون ته وړل شوي دي.

نوموړى وايي چې دا چاودنه د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان  پرکورنۍ شوې، ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پرځای شوی و، خو معلومه نه ده چې موخه يې څوک و .

بله خوا د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار فريد احمد عبيد پژواک ته وويل چې تېره شپه د موسی کلا ولسوالۍ داسمانيا سيمه کې له پوليسو سره په جګړه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ده په وينا، چې دغه راز په همدې شپه د ناوې ولسوالۍ په ترخه ناور سيمه کې هم يو طالب وسله وال  په ورته نښته کې وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه  څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.