ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : ننګرهار کې ٢٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي : ننګرهار کې ٢٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Jan 2015 - 17:12
چارواکي : ننګرهار کې ٢٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Jan 2015 - 17:12

جلال اباد ( پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٣ ) : د ننګرهار چارواکي وايي چې د يو لړ  عملياتو په ترڅ کې ٢٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه شکمن کسان نيول شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د مرغومي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات ددې ولايت د پچير اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه عمليات چې په کې پوليس او ځانګړو افغان ځواکونو برخه اخيستې وه، د جمعې په شپه پيل او تېره شپه په لسو بجو پاى ته ورسېدل.

د نوموړي په وينا، ولايت مقام ته د امنيتي ارګانونو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې لس وسله وال وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي دي.

عبدالزي وويل چې د عملياتو پر مهال ملي ځواکونو ١٣ تنه وسله وال او ٣٢ نور شکمن کسان نيولي دي.

دى وايي، چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو او هم ملي ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى او له وسله والو څخه يې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د پچير اګام ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حسيب الله هم وايي چې په دې سيمه کې يې عمليات شوي ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

بله خوا د وسله والو طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې له پرون را هيسې د ننګرهار ولايت پچيراګام ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې امريکايي او کورنيو ځواکونو په ګډه د عامو خلکو پر کورونو چاپې وهلې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې عملياتو کې ملکي وګړي وګړي ځورول شوي او د هغوى مالونه لوټ  شوي دي.

طالبانو ويلي چې ددې عملياتو پر مهال د يادې ولسوالۍ لسګونه عام اوسېدونکي د ګډو ځواکونو له خوا نيول شوي دي.

دوى زياته کړې چې په دې عملياتو کې ورته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى، يواځې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې ددوى په چاودنو کې څلور امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

محبوب شاه محبوب

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.