ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابينه نن ولسي جرګې ته معرفي کېږي

کابينه نن ولسي جرګې ته معرفي کېږي

author avatar
12 Jan 2015 - 10:47
کابينه نن ولسي جرګې ته معرفي کېږي
author avatar
12 Jan 2015 - 10:47

کابل(پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): د ولسمشرۍ رياست له ژمنې سره سم له مياشتو انتظار وروسته نن نوې کابينه ولسي جرګې ته ورپېژندل کېږي.

د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو ١٠٥ ورځې تېرېږي، خو ولسمشر او اجرايي رييس د اختلافاتو له امله ونه توانېدل چې کابينه معرفي کړي.

حکومت د کابينې د اعلان لپاره درې ځلې وخت وټاکه، خو دغه ټاکل شوي وختونه يو بر بل پسې تېر شول خو کابينه يې معرفي نه شوه.

ولسمشر اشرف غني د تلې مياشتې په اوومه د لوړې په مراسمو کې ويلي وو چې نوې کابينه به تر راتلونکې يوې نيمې مياشتې پورې اعلان شي، خو تر اوسه دغه کار نه دى ترسره شوى.

له هغه وروسته ولسمشر د لندن له ناستې مخکې د لېندۍ په ٩مه وويل، نوې کابينه به له دوو تر څلورو اوونيو پورې اعلان شي؛ دغه موده هم تېره شوې خو تر اوسه پورې کابينه نه ده اعلان شوې.

ولسمشر دوه اوونۍ وړاندې د ولسي جرګې له مشر، اداري پلاوي او د جرګې له يو شمېر غړو سره د درېيم ځل لپاره د کابينې د ور پېژندلو په خبره کې يوه اوونۍ وخت وټاکه، خو دغه وخت هم د کابينې له اعلان پرته پاى ته ورسېد.

خو د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي تېره ورځ وويل چې د کابينې نوي غړي د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ٢٢مه) اعلانېږي.

د ده په خبره، ځينې کسان هڅه کوي چې د خپلې خوښې کسان، بې له دې چې وړتيا ته يې پام وشي، د کابينې د نوو غړو په توګه په ولسمشر  وتپي او که چېرې کابينه د اساسي قانون له مخې جوړېږي، نو بايد وړ او ژمن کسان د نوماند وزيرانو  په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم ويلي وو چې ولسمشر له دغه سره په کتنه کې ويلي چې نوماند وزيران به د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې د باور رايې اخيستو لپاره ور وپېژني.

ولسي جرګې ګواښ کړى چې که کابينه نن ور ونه پېژندل شي، نو دوى به خپلې ژمنۍ رخصتۍ پيل کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.