ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که پاڅونوال رسمي نه شي حکومت ته پر جدي ګواښ بدلېږي”

“که پاڅونوال رسمي نه شي حکومت ته پر جدي ګواښ بدلېږي”

author avatar
25 Feb 2015 - 17:23
“که پاڅونوال رسمي نه شي حکومت ته پر جدي ګواښ بدلېږي”
author avatar
25 Feb 2015 - 17:23

غزني ښار (پژواک ۶ کب ۹۳): د غزني ولايت سرپرست وايي، چې که حکومت پاڅونوال د رسمي مامور په توګه جذب نه کړي نو دا به په راتلونکې کې د حکومت لپاره پر لوى  سرخوږي بدل شي.

بله خوا د غزني د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسېدونکي پر پاڅونوالو تور پورې کوي چې خلک ځوروي او له هغوى پيسې اخلي، خو د پاڅونوالو قوماندانان دا تورونه بې بنسټه بولي.

د غزني سرپرست والي موسی خان اکبرزاده وايي چې څو ځلې يې له لوړپوړيو چارواکو سره د پاڅونوالو په اړه خبرې کړي او له هغوى يې غوښتې چې دا کسان د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې شامل کړي.

دى وايي چې په دې کار سره به هغوى حکومت ته د يوه مسوول مامور په توګه عمل وکړي او د خپلسريو مخه به يې ونيول شي.

اکبرزاده وايي چې داسې معلومات ور رسېدلي چې غيررسمي وسله وال په ځينو سيمو کې عام خلک ځوروي او له هغوى څخه په زوره پيسې اخلي، خو هغه په زغرده د پاڅونوالو نوم ياد نه کړ.

ده زياته کړه: “دا کسان په اندړو، مقر او ګيلان ولسواليوکې شته چې د خلکو له لوري د ولايت مقام ته شکايتونه هم راغلي دي، خلک له هغوى نه سخت په تنګ دي. … دا هغه کسان دي چې د دولت په چوکات کې نشته تراوسه.”

د ولايت سرپرست وايي که حکومت ددې کسانو برخليک څرګند نه کړي، د راتلونکې لپاره به د حکومت پروړاندې يو لوى ګواښ وي.

بله خوا د غزني ولايت ولايتي شورا غړي وايي چې نږدې ۴۰۰ نامسووله وسله وال شته چې غزني کې له عامو خلکو باج اخلي. د دوى هدف له وسله والو، پاڅون کوونکو دى.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي دا وسله وال په يو شمېر ولسواليو کې “عام خلک ځوروي، سپين ږيري بنديانوي، له خلکو پيسې اخلي، خلک ترې ډېر تنګ شوي دي.”

جامع وايي چې ددې وسله والو شتون به دراتلونکي لپاره زياتې ستونزې جوړې کړي.

خو د ولايتي شورا مرستيال ادعا کوي چې يو شمېر چارواکي غواړي قصدا دغه ډول وسله وال په غزني کې فعال واوسي ترڅو په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې ترې ګټه واخلي او د دوى په ګټه درغلي وکړي.

خو په عين حال کې جامع وايي چې پاڅونوالو په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو پر ضد په جګړه کې ډېره قرباني ورکړې، خو حکومت ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

نوموړي زياته کړه: “کله چې دولت ورته معاش ورنه کړي، نو دا خلک مجبور دي چې عام خلک ونيسي او پيسې ترې واخلي. بايد دا خلک (پاڅونوال) د دولت  چوکاټ ته جذب شي.”

خو  د پاڅون کوونکو مشران دا نه مني چې ګواکې د دوى وسله والو دې خلک ځورولي وي او يا دې هم له هغوى په زوره پيسې اخيستې وي.

د اندړو د پاڅونوالو مشر قوماندان پاچا پژواک ته وويل چې دوى هېڅکله هم عام خلک نه دي ځورولي او نه يې کله بې ګناه کسان نيولي دي.

قوماندان پاچا له حکومت څخه وغوښتل چې دوى د رسمي مامور په توګه استخدام کړي او له دوى سره د وسلو او مهماتو مرسته وکړي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ د چهاردېوال سيمې يو اوسېدونکى لعل محمد بيا د پاڅونوالو د قوماندان خبره ردوي او وايي چې ډېر کله عام خلک د پاڅونوالو د وسله والو له خوا نيول کېږي او پيسې ترې اخلي.

لعل محمد زياتوي: “زموږ کليوال يې بې ګناه نيولى و د شپږو لکو کلدارو په بدل کې يې را خوشې کړ”، خو دا چې د پاڅونوالو د کومې ډلې له خوا نيول شوى و ، په دې اړه يې معلومات ورنه کړل.

د يادونې ده چې درې کاله وړاندې د غزني په ځينو ولسواليو کې سيمه ييزو خلکو د طالبانو پر ضد وسله وال مخالفت پيل کړ. دوى ددې کار لامل د طالبانو له خوا پر خلکو ظلم او نارواوې بللې.

پاڅونوالو ډېرې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې، خو اوس وايي چې د دولت د نه مرستې له امله  له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.