د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اکبرزاده: ناوې ولسوالۍ ته راغلې ٢٠٠ کورنۍ له وسلو سره راغلي

اکبرزاده: ناوې ولسوالۍ ته راغلې ٢٠٠ کورنۍ له وسلو سره راغلي

Jan 14, 2015 - 18:15

غزني ښار (پژواک ۲۴ مرغومى ۹۳): د غزني سرپرست والي وايي، د دې ولايت ناوې ولسوالۍ ته راغلي دوه سوه کسان له وسلو سره يوځاى د جګړې په موخه راغلي دي.

د غزني سرپرست والي موسی خان اکبرزاده، نن (د مرغومي ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، دا هغه طالبان دي، چې پخوا يې په پاکستان کې ديني زده کړې کولې، خو دغه هېواد له مدرسو وېستلي او اوس افغانستان او په ځانګړي ډول غزني ته راغلي دي.

دى زياتوي: ((زه دا ويلی شم چې دا کسان غزني ولايت ته د جنګ لپاره رااستول شوي او د دې تر شا لويه توطيه ده؛ دا کسان مجبوره شوي چې افغانستان ته راشي او د امتيازاتو اخيستو لپاره له امنيتي ځواکونو سره وجنګېږي.))

د هغه په خبره، تراوسه په غزني کې داعش نشته، خو دا پخواني وسله وال طالبان دي چې اوس د سپينو ټوټو پر ځای تورې ټوټې کاروي او خلکو ته داعش په نظر ورځي.

والي وايي: ((دا د خلکو په منځ کې وېره خپروي، زه په غزني کې داعش نه تاييدوم، داعش که راځي، لومړی بايد په ګاونډيو هېوادونو کې قرارګاوې ولري او وروسته دلته راشي.))

اکبرزاده وويل: ((که چېرته د دوی په منځ کې کوم وسله وال طالبان په بهرنيو ژبو خبرې کوي او يا هم ځانونه داعش بولي، دا پخواني وسله وال دي؛ خو که بيا هم وي، دومره د وېرې خبره نه ده، ځکه چې په وړاندې يې امنيتي ځواکونه ولاړ دي او تر هغه به ورسره جنګېږي، ترڅو يې له منځه يونه سي.))

د ناوې ولسوالۍ يوه مخور د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې ولسوالۍ ته له تېرې يوې اونۍ راهيسې د داعش په نوم وسله وال راغلي دي.

سرچينه وايي: ((د دې کسانو په خبرو څوک نه پوهېږي، په عربي او نورو ژبو خبرې کوي، مخونه يې په تور رخت پټ وي، د الله او محمد نومونه پرې ليکلي وي او تور بيرغونه ګرځوي.))

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد بيا پژواک اژانس ته وويل، چې دښمن په سيمه کې پراخ پلان لري، خو په دې تړاو يې نور څه ونه ويل.

هغه وايي: ((موږ په تېرو څو ورځو کې يو شمېر پاکستاني، عربي، چيچينيايي او نور وسله وال نيولي دي.))

ده ونه وويل، چې دا کسان د داعش ډلې غړي دي او که نه؟

ناوه د غزني سوېل ته په ۱۵۰ کيلومترۍ کې له پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده، چې له تېرو ۹ کلونو راپدېخوا د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan