د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بانکي مون: کانديدان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي

بانکي مون: کانديدان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي

Sep 10, 2014 - 11:19

کابل (پژواک ١٩ وږى ٩٣): د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ته ويلي چې ټاکنيزې لانجې پاى ته ورسوي او د يوه ملکي حکومت پر جوړولو دې سلا شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرمنشي له دواړوکانديدانو غوښتي چې د چنګاښ د ٢١مې نېټې (د جولاى ١٢مه) پر شوې موافقې هوکړې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر دې ټينګار کړى چې د افغانستان لپاره دا يوه اساسي مرحله ده  او اړينه ده چې  د ننګونو په دې وخت کې له واقعي همکارۍ کار واخيستل شي.

هغه زياته کړې: ((دواړه خواوې په واقعي توګه د دغه ګډ مسووليت لري څو افغانستان د يوې سوله ييزې او سوکالې راتلونکې پر لور رهبري کړي. د شته ننګونو د کچې په پام کې نيولو سره دغه دنده يواځې په ګډه ترسره کېدای شي.))

بانکي مون يادونه کړې چې د چنګاښ په ٢١مه، د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړيتوب دواړو کانديدانو موافقه وکړه او بيا د زمري په ١٧مه يې د ګډې اعلاميې په خپرولو سره هوکړه وکړه چې د ملي حکومت به جوړوي او د ټاکنو پايلې به مني.

دا چې د رايو د بيا څېړنو پروسه تېره اونۍ پاى ته رسېدلې او د وروستيو پايلو اعلان به په نږدې ورځو کې وشي د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي تمه ښودلې چې نوماندان به اوس پر خپلو ژمنو درېږي څو په دې توګه په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د واک سوله ييز لېږد ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement