د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دخواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

دخواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

Jan 19, 2015 - 18:53

غزني ښار (پژواک ۲۹ مرغومی ۹۳): د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او مېرمنو له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

په دې اړه د دې ولسوالۍ په امنيه قوماندان کې جوړه شوې غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو، د مدني ټولنې غړو او مېرمنو برخه اخيستې وه، چې د امنيتي ځواکونو په غاړو کې يې ګلونه واچول.

د خواجه عمري ولسوالۍ د پوهنې مدير نور احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې افغان امنيتي ځواکونو په هېواد کې زياته قرباني ورکړې او د دې ترڅنګ يې دښمن ته هم غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دى.

ده زياته کړه، امنيتي ځواکونو شپه او ورځ په دې خاوره کې زحمت وېستلی او د خلکو امنيت يې د سر په بيه نيولی دى.

هغه وايي: "موږ د افغان ځواکونو په کلکه ملاتړ کوو او تل يې په څنګ کې ولاړ يو او له دوی سره اوږه په اوږه مخ په وړاندې ځوو."

د خواجه عمري ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشره منيره وايي، دا چې مېرمنې اوسمهال په ارامه توګه د نارينه وو ترڅنګ په دولت کې کار کوي او يا هم زيات شمېر نجونې ښوونځيو ته ځي، دا د هغو امنيتي ځواکونو برکت دى.

نوموړې وايي: "يو زوی مې پوليس دى، بل زوی مې د ملې اردو عسکر دى؛ زه ورباندې وياړم او ترڅنګ يې ولاړه يم."

د منيرې په وينا، د نارينه وو ترڅنګ مېرمنې هم د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ولاړې دي او له دوی څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

د خواجه عمري ولسوالۍ د پورته قلعه نو يوه اوسېدونکې فرخنده احمدي، چې پوليسو ته يې په خپل لاس باندې ګل ورکړ، ويې ويل، دا دوی دي چې د دې خلکو امنيت يې ساتلی دى او خلک په ارامه ژوند کوي او چاري په مخ وړي.

نوموړې د غزني له ټولو مېرمنو څخه وغوښتل، چې له امنيتي ځواکونو څخه دې ملاتړ اعلان کړي، څو د دوی مورال نور هم غښتلى شي.

د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر ۸۰ کلن غلام علي، چې دغې غونډې ته راغلى و، وويل چې دوی به تل د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي او ملاتړ يې کوي.

هغه زياتوي: "هغه کسان چې نن د هېواد دښمنانو ته ډوډۍ ورکوي، بايد د هغه په ځای له دوی سره مرسته وکړي او د امنيت په راوستو کې خپله ونډه واخلي."

محمد حسن چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د ملي پوليسو په ليکو کې کار کوي، وايي چې د خلکو ملاتړ له يوې خوا د پوليسو په روحيې ښه اغېز کوي او له بلې خوا يې له امله امنيت ښه ټينګېدای شې.

د ده په خبره، د خلکو له مرستې پرته امنيت راوستل ګران کار دى؛ که د خلکو ملاتړ ونه لري، بريالي به نه شي.

د خواجه عمري ولسوال علي شمس دوست د دې ولسوالۍ له خلکو څخه مننه وکړه، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او له دوی څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغه وايي: "که څه هم په دې ولسوالۍ کې امنيت نسبتا ښه دى، خو بيا هم دښمن غواړي چې د دې ولسوالۍ امنيت خراب کړي، خو امنيتي ځواکونه به ورته دا اجازه ورنه کړي."

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan