د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امنيت امر : ګيان کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي

د امنيت امر : ګيان کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي

Jan 03, 2015 - 11:28

ښرنه ( پژواک،١٣ مرغومي٩٣): د پکتيکا امنيه قوماندانۍ، د دې ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د دولت د ١٨ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.

 د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر نثاراحمد عبدالرحيمزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن سهار شپږنيمې بجې د ګيان ولسوالۍ په ګيان کلي کې تر سره شوى دى.

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې په يادو وژل شويو طالبانو کې بهرني وسله وال  هم شامل دي.

د ګيان کلي ته د څېرمه سيمې يوه اوسېدونکي او قومي مشر چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي وويل، چې د ډزو غږونه يې اورېدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه لري، ځکه چې  د ګيان کلي ته نه دى ورغلى .

د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ګيان يوه ناامنه ولسوالۍ ده ، چې په ډېرو سيمو کې يې وسله وال مخالفين فعاليت لري.

تېره ورځ د دې ولايت په برمل ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو هغه موټرسايکل له منځه يووړ چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر په وينا، ياد موټرسايکل پر امنيتي ځواکونو د بريد په موخه په سيمه کې درول شوى و، خو تر بريد مخکې له منځه يووړل شو.

دى وايي، هغه کس تښتېدلى چې دغه موټرسايکل يې د بريد لپاره چمتو کړ ى و.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement