د ميتان ګاز د څلورو کارګرو ژوند واخيست

ايبک(پژواک، ٤  کب ٩٣): د سمنګانو د دره صوف بالا ولسوالۍ د شباشک ډبرو سکرو کان په يوه استخراجي تونل کې د ميتان په ګاز د مسموميت له امله څلور کارګر مړه او دوه نور ژوبل شوي.

 د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه مهال شاوخوا يوه بجه د شباشک په نامه يوه خپلسري استخراجي سمڅه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل چې دا پېښه په کان کې دننه د ميتان ګاز د  را پيدا کېدو له امله رامنځته شوې ده.

 نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې څلور  تنه مړه  شوي او دوه ژوبل دي چې  ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د مړو شوو کارګرانو له ډلې يې دوه د دره صوف بالا او دوه نور يې د دايکنډي ولايت اوسېدونکي دي چې د  کار لپاره دې ولسوالۍ ته راغلي وو.

 ولسوال وويل:((د کانونو چارواکو دوى ته وويل چې دغه سمڅه د ځاني خطرونو په سبب پخوا تړل شوې وه، خو دغه کارګران په خپلسر ور ننوتي وو.))

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سلواغې په ١٥مه د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د دهانه تور د ډبرو سکرو په يوه استخراجي تونل کې  د ميتان ګاز  له امله  څلور کان کېدونکي مړه شوي وو.

د يادونې  ده چې له کلونو راهيسې ځايي خلک په غير فني بڼه له دې کانونو څخه د ډبرو سکاره استخراجوي.