د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيکا د اطفايې مديريت ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوه

د پکتيکا د اطفايې مديريت ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوه

Sep 03, 2014 - 18:05

ښرنه (پژواک  ١٢ وږى ٩٣): د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان وايي، چې د اطفايې مديريت لپاره د ودانۍ په جوړولو سره به يې چارې چټکې او پېښو ته په وخت رسېدنه  ګړندۍ شي.

پاسوال نبي جان ملاخېل داڅرګندونې د ياد مديريت لپاره د نوې ودانۍ د پرانيستلو په مراسمو کې وکړې.

 هغه وويل،چې ياده ودانۍ په مرکز ښرنه کې د ايساف په درې ميليون او شپږ سوه زره امريکايي ډالرو مالي لګښت جوړ شوې او نن (چهارشنبه ) ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

نوموړي زياته کړه:(( دا ودانۍ په ډېره عصري ډول جوړه شوې. ټولې اسانتياوي لري.يوه برخه يې د اطفايې د مسلکي روزنو لپاره ده او بله برخه يې د وسايطو د درولو او تنظيم لپاره دي.))

امنيه قوماندان وويل،چې دوى اوس مهال پنځه اطفايې لري، چې ډېرې ستونزې ورته حلوي ؛خو د ودانۍ په جوړېدو به يې چارې نورې هم چټګې او ښې تنظيم شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement