د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له ګوانتانامو څخه د بنديانو دلېږد مسوول استعفا ورکړه

له ګوانتانامو څخه د بنديانو دلېږد مسوول استعفا ورکړه

Dec 23, 2014 - 11:56

کابل ( پژواک، ٢ مرغومى ٩٣ ): له ګوانتانامو زندان څخه اړوندو هېوادونو ته د بنديانو د لېږدولو امريکايي مسوول ددې پروسې د سستوالي له امله استعفا ورکړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ګوانتانامو زندان کې د دوى استازي کېلفورډ سلون استعفا ورکړې ، خو د دسمبر د مياشتې تر ٣١ مې نېټې پورې به خپل کار ته دوام ورکړي.

سرچينې زياته کړې، چې د بهرنيو چارو وزير جان کري د هغه د کار او شخصيت ستاينه کړې ده.

نوموړى ١٨ مياشتې مخکې په ګوانتانامو زندان کې د بنديانو دلېږدولو د پروسې د مسوول په توګه ټاکل شوى و.

بله خوا امريکايي رسنيو خبر ورکړى، چې کېلفورډ سلون له دې امله استعفا ورکړې، چې د امريکا دفاع وزارت ورسره اړوندو هېوادونو ته دبنديانو د لېږد په پروسه کې همکاري نه کوله او دغه پروسه سسته روانه وه.

نوموړي په داسې حال کې استعفا ورکړې، چې په ګوانتانامو زندان کې اوس هم د اتو افغانانو په ګډون ١٣٢ بنديان پاتې دي او ټاکل شوې وه، چې په راتلونکو څو ورځو کې يو شمېر بنديان خپلو هېوادونو ته ولېږدول شوي.

خو امريکايي سرچينو ويلي، چې د نوموړي له استعفا سره کېداى شي د بنديانو د لېږد پروسه ځنډنۍ شي.

د يادونې ده چې ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ په يوه مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې دى اوس هم په خپلې هغې پرېکړې ولاړ دى چې  غواړي ياد زندان وتړي.

امريکا په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې د وسله والو طالبانو او القاعدې شبکې پر ضد په افغانستان کې د عملياتو تر پيلولو وروسته د کيوبا په ګوانتانامو جزيره کې دغه زندان جوړ کړ او په کې تر ۸۰۰ زيات بنديان ساتل شوي وو، چې شاوخوا ۱۵۰ تنه يې افغانان وو.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan