د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لښکرګاه کې چاودنې د عزیزي بانک درې کارکونکي ووژل

لښکرګاه کې چاودنې د عزیزي بانک درې کارکونکي ووژل

Jan 02, 2015 - 21:09

لښکرګاه ( پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۳ ) : د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې دیوې چاودنې له امله د عزیزي بانک درې کارکوونکي او یو پولیس وژل شوي دي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول  د مرغومي په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه  د ماښام په شاوخوا پنځو بجو په لښکرګاه کې وشوه.

سرچینې زیاته کړې چې د سړک دغاړې ماین  د عزیزي بانک د مامورینو پر یوه موټر چاودیدلی دی.

امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې په دې چاودنه کې د عزیزي بانک درې کارکوونکي او یو پولیس وژل شوي  او یاد موټر هم ویجاړ شوی دی.

دی وایي چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي ، خو دهغوی د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه درلودل.

ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement