د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

میدان ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

میدان ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

Oct 17, 2014 - 11:20

میدان ښار( پژواک، ٢٥ تله ٩٣): د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې د دغه ولايت د ځوانانو لوبډلې د غوراوي په موخه د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د ميدان وردګو ولايت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې،دغه سيالۍ چې د مرکز او ولسواليو لوبډلې په کې برخه لري، نن پيل شوې او درې اونۍ په دوام وکړي.

د دغه ولایت د بدني روزنې امر عین الله حقبین وایي چې یادې سیالۍ د یو نایټډ ایروپ شرکت په مالي لګښت پیل شوي او هره ورځ به د لسو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.

دى وايي،چې دغه سیالۍ له نړيوالو معیارونو سره سم د لیګ پر  سیستم برابري شوي،چې په ترڅ کې به يې ۲۶ غوره لوبغاړې د دغه ولایت د ځوانانو منتخبې لوبډل ته غوره شي.

د یادو سیالیو یوه لوبغاړي اشرف پژواک خبري اژانس ته وویل، چې  په دغه ولایت کې د والیبال لوبې پیاوړي ځوان لوبغاړي شته،خو د پرمختګ هیڅ زمینه ورته نه وه برابره شوې.

د هغه په وينا، د دغو سیالیو په ترڅ کې به غوره لوبغاړي وکولای شي،چې د ښې لوبې په ترسره کولو سره د دغه ولایت منتخبه لوبډله کې ګډون وکړي.

د يادو لوبو یو بل لوبغاړي اسدالله بیا له چارواکو د دغه ډول سیالیو د دوام غوښتنه وکړه.

د هغه په وينا، باید دوی ته په راتلونکې کې هم ورته سیالۍ پر لاره واچول شي،ترڅو  وکولای شي، خپله وړتیا ښکاره کړي.

د میدان وردګو د بدنې روزنې امریت د معلوماتو له مخې تېره اونۍ دوی په مرکز میدان ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره کړې،چې په کې د مرکز میدان ښار سربیره د بهسودو او جلریز ولسوالیو لوبډلو ګډون کړی وو.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement