د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په پيل هوکړه وکړه

ناټو په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په پيل هوکړه وکړه

Dec 02, 2014 - 09:59

بروکسل (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٣): په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ١٣ کلن پوځي ماموريت پاى ته رسېدو ته يوه مياشت پاتې ده؛ د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان کې د دغه سازمان پر نا جګړه ييز ماموريت هوکړه وکړه.

د دغه ماموريت له مخې چې د پرېکنده ملاتړ د ماموريت په نوم ياد شوى، ناټو ځواکونه د ٢٠١٥ زېږديز کال له پيل نه د افغان ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستې ته مخه کوي.

نن د ناټو د بهرنيو چارو وزيران د بلجيم په مرکز بروکسل کې د دغه سازمان په مقر کې راټول شوي وو او د خپلو خبرو په پايله کې يې د دغه ماموريت د پيل په اړه هوکړه وکړه.

د ناټو سرمنشي ينس استالتنبرګ د دې ناستې په پاى کې وويل چې د ناټو نوى ماموريت به د هغو ١٢ زره سرتېرو له خوا مخته يوړل شي چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په دغه هېواد کې پاتې کېږي. د دغو سرتېرو زياته برخه امريکايي ځواکونه جوړوي.

استالتنبرګ له افغان ولسمشر اشرف غني سره يوې ګډې خبري غوڼدې ته وويل چې اوسمهال د افغانستان راتلونکې د دغه هېواد د خلکو په لاس کې ده.

هغه وويل چې افغانانو د ډيموکراسۍ، سولې او ثبات لاره غوره کړې او موږ به يې په دې برخه کې ملاتړ وکړو، هغه کار چې د دغه هېواد د سولې، سيمې او نړۍ په ګټه دى.

د ناټو سرمنشي زياته کړه: ((نن موږ تصميم نيولى چې د خپلې پرېکنده ملاتړ ماموريت د ٢٠١٥ زېږديز کال د جنوري په لومړۍ نېټه پيل کړو، دا په ريښتيا هم زموږ ( ناټو) او افغانستان لپاره يوه مهمه شېبه ده. پرېکنده ملاتړ به غير جګړه ييز وي.))

هغه وويل چې نوى ماموريت له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ يو اړخ دى او دغه سازمان په پام کې لري چې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره مالي ملاتړ هم برابر کړي او له دغه هېواد سره اوږد مهاله ګډون ته پراختيا ورکړي.

استالتنبرګ وويل چې دواړو افغان چارواکو د ناټو او د ناټو له شريکانو څخه د خپل هېواد لپاره د ملاتړ لپاره واحد او يو غښتلى ځواب ترلاسه کړ.

د ناټود بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې افغان ولسمشر او اجرائيه رييس ګډون درلود او د دغه سازمان د نوي ماموريت په اړه يې خپل ليدلوري وړاندې کړل.

افغان ولسمشر په افغانستان کې د ناټو د قربانيو د درناوي ترڅنګ وويل چې دغه هېواد لا هم چمتو نه دى چې ټول کارونه خپله ترسره کړي.

د افغان حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله هم له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ د دوام هيله وکړه، څو په دغه هېواد کې امنيت او ثبات تضمين شي.

 

هغه وويل چې افغان حکومت هم په خپله امنيتي بوديجه کې د خپلې ونډې زياتولو ته ژمن دى. خو په ورته وخته کې يې ټينګار وکړ چې د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره نه شو کولى چې د نړيوالې ټولنې د پرله پسې مالي مرستو په  اړه مبالغه وکړو.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement