ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ځانمرګي بريد ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند کې ځانمرګي بريد ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
10 Mar 2015 - 18:46
هلمند کې ځانمرګي بريد ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
10 Mar 2015 - 18:46

لشکرګاه (پژواک ١٩ کب ٩٣): د هلمند ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې نن ماښام د دغه ولايت په مرکز کې ځانمرګى بريد شوى چې په پايله کې يې شپږ ملکيان وژل شوي او همدارنګه ډېر نور پکې ټپيان شوي دي.

د سيمه ييزې ادارې يوې سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې دغه چاودنه نن ماښام شپږ بجې، د لښکرګاه ښار د مارجې واټ په بولان سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل: ” يوه ځانمرګي بريدګر چې په يوه موټر کې سپور و، د پوليسو له پوستې سره نږدې ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون شپږ ملکيان وژل شوي او د پنځو پوليسو په ګډون څو کسان پکې ټپيان شوي دي.”

يوه عيني شاهد خداى نور وويل چې ډېر شمېر مړه او ټپيان ملکي وګړي يې په دغه ځاى کې تر سترګو شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه پېښه کې هغو موټرونو ته هم چې له يادې سيمې د تېرېدو په حال کې و، زيان اوښتى؛ خو د قربانيانو د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.

د لښکرګاه په ايمرجنسي روغتون کې يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې له يادې پېښې څخه ٢٧ ټپيان ور وړل شوي چې د يو شمېر کسانو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.