فراه ( پژواک، ١٩ کب ٩٣): د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د دوو چاودنو له امله يو ماشوم ووژل شو او د دې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير او يو ښوونکى ټپيان شول.
د پشترود ولسوال غوث الدين، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماينونه د مساو کلي په “جنخانې” سيمه کې وسله والو طالبانو ځاى پر ځاى کړي وو.
دى وايي چې له دې ماينونو څخه يو يې نن له غرمې وروسته وچاودېد او بل ته يې تر هغه نيم ساعت وروسته چاودنه ورکړل شوه.
د ده د معلوماتو له مخې، لومړى ماين د کوکنارو د کښت تر خوا ځاى پر ځاى شوى و چې د چادونې له امله يې د سيمې اوسېدونکى يو ماشوم ووژل شو او يو ښوونکى ټپي شو.
دى وايي چې د پشترود د ملي امنيت مدير حاجي محمد تر دې چاودنې وروسته د څېړنو په موخه سيمې ته ورغلى و، خو هغه هم له لرې د کنټرول کېدونکي ماين په چاودنه کې سخت ټپي شو.
د هغه په وينا، په چاودنه کې د حاجي محمد چپ لاس او دواړې پښې پرې شوې دي.
غوث الدين وايي چې ياد ښوونکى سرسري ټپي دى او د پشترود کلينيک ته لېږدول شوى او حاجي محمد د فراه په مرکز کې ولايتي روغتون ته وړل شوى دى.
د فراه د ولايتي روغتون مشر ډاکټر عبدالحکيم رسولي، د حاجي محمد روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
د مساو د کلي يو اوسېدونکى غلام رسول هم د ولسوال څرګندونې تاييد کړې.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن