ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځې د ټاکنو  په لړۍ کې له ستونزو سره مخ دي

ښځې د ټاکنو په لړۍ کې له ستونزو سره مخ دي

author avatar
10 Mar 2015 - 18:34
ښځې د ټاکنو  په لړۍ کې له ستونزو سره مخ دي
author avatar
10 Mar 2015 - 18:34

کابل (پژواک ١٩ کب ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې به ښځو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي، خو په ټاکنو کې د دغه قشر پر  وړاندې د ګډون په اړه د هېواد په کليو او بانډو کې ډېرې ستونزې شتون لري.

 کمېسيون دغه اسانتياوې، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د ونډې او کار لپاره د زمينې برابرول او په کليو او بانډو کې د ښځو د ګډون لپاره هغوى ته د زده کړو ورکول په ګوته کړل.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني نن په هغه ناسته کې چې د ښځو د پيوستون نړيوالې ورځې (٨ مارچ) په مناسبت د سلګونو تنو په ګډون د دغه کمېسيون له لوري تر سره شوه، د ټاکنو په لړۍ کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او ويې ويل: ” ښځې هغه قشر دى چې خيانت يې نه دى زده او درغلۍ نه کوي.”

 هغه ژمنه وکړه چې د نړيوالې ټولنې د مرستې او په دغه برخه کې د بوديجې د ځانګړي کولو پر مهال به د راتلونکو ټاکنو پر مهال د کار لپاره زياتو ښځو ته روزنه ورکړي او استخدام به يې کړي.

 خو هغه څرګنده کړه: ” په دغه پروسه کې د افغانستان په کليو او بانډو کې د ښځو د کار او په ټاکنو کې د ونډې اخيستو په برخه کې ډېرې ستونزې شتون لري چې يوه يې نا امني او بل يې د کورنيو مخنيوى دى.”

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا رياست سرپرست اورنګزېب وويل، چې  ښځې د نورو حقونو تر څنګ، په ټاکنو کې د دوى ونډې ته زمينه برابرول د کمېسيون له مهمو مسووليتونو بلل کېږي.

 هغه زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې  ٢١ سلنه سيمه ييزو مبلغينو، ٣٤ سلنه  د عامه پوهاوي مبلغينو او د رايې د ورکولو ٢٦ سلنه ښځينه مبلغينو په يادو برخو کې ونډه درلوده، خو په تېرو ټاکنو کې يې بيا هم د ښځو د دوه زره رايه ورکولوځايونو لپاره ښځينه کارګرې پيدا نه شوې کړلى.

 د هغه په وينا، د سږ کال په ټاکنو کې د ښځو لپاره د رايې ورکولو ٤٠ سلنه مرکزونه په پام کې نيول شوي و او په ټاکنو کې د ښځو ونډه ٣٧ سلنه وه.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا رياست سرپرست زياته کړه، چې ښځې په وروستيو څو کلونو کې  د خپلو مېړونو، بچيانو او وروڼو په له لاسه ورکولو سره له ډېرو ستونزو او دردونو سره مخ شوې ، هېواد او نړۍ بايد د افغان ښځو د صبر او زغم ستاينه وکړي.

  د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنېرې ګلالۍ اڅکزۍ د داسې يوې ورځې هيله څرګنده کړه، چې ښځې په خپلو کورونو، ټولنې او دولتي ارګانونو کې خپل حقونه تر لاسه کړي.

 هغې زياته کړه، چې له دغې ورځې څخه په ګټې غواړي ټولو ښځو ته ووايي چې يو بل ته لاسونه ورکړي او د هېواد په لرو پرتو سيمو کې هم د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.