کابل (پژواک ١٩ کب ٩٣): د برېښنا شرکت وايي چې له دوو اوونيو هلو ځلو وروسته يې د کابل د برېښنا يو پرې شوى مزى بيا وصل کړى او دغه ښار به اوس له بېړنۍ برېښنا برخمن شي.
له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه کابل ته د برېښنا غځول شوي مزي د کب مياشتې په ٤ مه د سختې واورې ورېدو او توپان له امله د بغلان ولايت په شمالي سالنګ سيمه کې پرې شوي و.
د برېښنا شرکت سوداګريز مشر ميرويس عالمي نن مازديګر ٤ بجې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ادارې تخنيکي ټيم يو ساعت وړاندې يو پرې شوى مزى تړلى دى.
د هغه په وينا، دغه مزى چې په بېړني ډول او د لنډې مودې لپاره سره نښلول شوى؛ د ٨٠ ميګاواټه برېښنا د لېږد وړتيا لري.
عالمي څرګنده کړه، چې دغه ښار به د درېيو اوونيو په ترڅ کې د برېښنا د رڼا تر پوښښ لاندې راشي.
د برېښنا شرکت سوداګريز مشر زياته کړه: ” که چېرې وضعيت همدا ډول وي او هوا نوره سړه نه شي نو په نوبتي ډول سره به د کابل ښار بېلابېلو ناحيو ته برېښنا ورکړو.”
د عالمي د معلوماتو له مخې، اوسمهال پنځوس مېګاواټه حرارتي برېښنا او همدارنګه ١٢٠ مېګاواټه د اوبو برېښنا د نغلو، سروبي او ماهيپر برېښنا کوټونو څخه هم توليديږي چې د سالنګ له لارې د ٨٠ مېګاواټه برېښنا په غځولو سره به په کابل کې دغه اندازه ٢٥٠ مېګاواټه ته لوړه شي.
خو د برېښنا شرکت د ياد مسوول په وينا، د کابل اوسېدونکي ټولټال ٤٠٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري نو له همدې امله اړينه ده، څو د دغه ښار بېلابېلو ناحيو ته په نوبت سره برېښنا ورکړل شي.
د برېښنا شرکت د يادې ستونزې د رامنځته په لومړيو ورځو کې ويلي و، چې د برېښنا درې پايې په بشپړ ډول غورځېدلې او شپږو نورو پايو ته هم له پورتني لوري زيان اوښتى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن