ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د بيارغونې لس پروژې بشپړې شوې

بلخ کې د بيارغونې لس پروژې بشپړې شوې

author avatar
11 Mar 2015 - 13:43
بلخ کې د بيارغونې لس پروژې بشپړې شوې
author avatar
11 Mar 2015 - 13:43

مزارشريف ( پژواک، ٢٠ کب ٩٣ ) : د ملي پيوستون مسوولين وايی، چې په بلخ ولايت کې د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې د لس ټولګټو پروژو په بشپړېدو د سلګونو کورنيو بېلابېلې ستونزې حل شوې.

په مزارشريف کې د شمال زون د ملي پيوستون د عامه اړيکو مسوول فريد احمد سعادت د کب په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروژې د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې بشپړې  شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو پروژو کې د ۳ ټولنيزو مرکزونو ودانۍ او د څښاک د اوبو ۲۳ نيمه ژورې څاګانې له لاسي پمپونو سره شامل دي.

د هغه په وينا، همداراز په ۳،۴ کيلومتره سړک جغل اچونه او د ۴۸  پلګوټو جوړول شامل دي.

سعادت وويل، چې يادې پروژې د کليو او پراختيا وزارت له خوا د ۱۶ميليونه او ۸۶۵ زره افغانيو په لګښت، چې لس سلنه برخه په کې د سيمې د اوسېدونکو ده؛ تر سره او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي زياته کړه، چې له يادو پروژو څخه د چهاربولک ولسوالۍ د اتو کليو ۱۶۴۸ کورنۍ ګټه اخلي.

د چهاربولک ولسوالۍ د سپوس خور تيمورک کلي اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل، چې د يادو پروژو په لړ کې د دوی په سيمه کې د ټولنيزو شوراګانو لپاره ودانۍ جوړه شوه.

نوموړي زياته کړه، چې په ياد مرکز کې به دوی د سيمې د هراړخيزو ستونزو د حل په موخه د جرګو په توګه سره ټولېږي، چې له دې مخکې يې دغه اسانتيا نه لرله.

د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول فريد احمد سعادت وويل، چې په بلخ ولايت کې ۹۳۴ کلي د ملي پيوستون د پروژو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو کليو کې تر دې دمه ۲۰۴۴ بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې شوي او ۵۰۰ پروژې په کې  تر کار لاندې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.