جلال اباد ( پژواک، ٢٠ کب ٩٣ ) : چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په نورستان ولايت کې د رې ملکي وګړي له دولت سره د همکارۍ او جاسوسۍ په تور وژلي دي.
په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي پوليسو درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل د کب په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو د کامدېش ولسوالۍ د کوټي په سيمه کې درې ملکي وګړي څو ورځې مخکې له دولت سره د همکارۍ او جاسوسۍ په تور تښتولي وو.
دى وايي چې وسله والو مخالفينو دغه کسان وژلي او مړي يې نن د هغوى کورنيو ته سپارلي دي.
حسين خېل وايي چې وژل شويو کسانو نه په دولت کې دنده لرله او نه يې هم بل کوم جرم کړى و او د سيمې عام وګړي وو.
د نوموړي په وينا، پوليسو په سيمه کې په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن