ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه سيمه ييز پوليس تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي

دوه سيمه ييز پوليس تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي

author avatar
11 Mar 2015 - 10:55
دوه سيمه ييز پوليس تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي
author avatar
11 Mar 2015 - 10:55

کلات ( پژواک، ٢٠  کب ٩٣ ) : د  زابل په شاجوى ولسوالۍ کې دوه سيمه ييز پوليس تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي.

د شاجوی ولسوال عبدالخالق وايي چې دغو دوو پوليسو د يادې ولسوالۍ  په سيمه ييزو پوليسو کې دندې لرلې.

هغه زياته کړه، چې دا کسان د طالبانو له لوري څو ورځې مخکې تښتول شوي وو او پرون يې جسدونه موندل شوي دي.

ولسوال وويل چې وژل شوي کسان د شاجوی روغتون ته راوړل شوي او د قاتلينو د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.

د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې ياد پوليس دوه ورځې مخکې د کابل – کندهار له لويې لارې څخه تښتول شوي وو.

د يادونې ده چې دوه اوونۍ مخکې په دغه ولايت کې ٣١ تنه مساپر هم  د سپرليو له يوه موټر څخه تښتول شوي، خو تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.