ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بوديجې نه انتقال د ننګرهار د درېيو مهمو پلونو چارې ځنډولې دي”

“د بوديجې نه انتقال د ننګرهار د درېيو مهمو پلونو چارې ځنډولې دي”

author avatar
12 Mar 2015 - 14:37
“د بوديجې نه انتقال د ننګرهار د درېيو مهمو پلونو چارې ځنډولې دي”
author avatar
12 Mar 2015 - 14:37

جلال اباد (پژواک، ۲۱ کب ۹۳): د فوايد عامې او ماليې وزارتونو له لوري قراردادي شرکتونو ته د بوديجې د نه انتقال له امله په ننګرهار کې د درېيو مهمو پلونو د جوړېدو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د “بهسودو د دويم پل”، د جلال اباد ښار د”فارم هډې” او “جندرما” د پلونو شاوخوا ۵۰ سلنه کارونه د قراردادي شرکتونو په شخصي لګښت بشپړ شوي، خو د فوايد عامې وزارت له لوري د بوديجې د نه انتقال له امله د فارم هډې او جندرما پلونو د جوړېدو کارونه په ټپه ولاړ دي او د بهسودو د دويم پل چارې ټکنۍ دي.

د کابل، لغمان او د ننګرهار د شمال لوېديځ ولسواليو لاروي جلال اباد ښار ته د “جندرما” د پل له لارې را دننه کېږي، د فارم هډې پل د ننګرهار سوېلي ولسوالۍ له ښار سره نښلوي او د بهسودو له پله د ننګرهار پر څو ولسواليو سربېره د کونړ او نورستان خلک تګ راتګ کوي.

د والي وياند وايي: ((د دغو دريو پلونو د جوړولو چارې روان کال پيل شوې، د قرارداد له مخې يې چارې بايد په يو کال کې پای ته ورسېږي، خو د فوايدعامې وزارت تر اوسه جوړوونکو شرکتونو ته بوديجه نه ده انتقال کړې، د جندرما او فارم هډې پلونو جوړوونکي شرکت په همدې غبرګون خپل کارونه په ټپه درولي او د بهسودو پل کارونه موده مخکې بند شوي وو خو د ولايت په هڅو بېرته پيل شوي دي.))

عبدالزي زياته کړه: ((موږ له مرکزي حکومته غواړو چې د دې پلونو د جوړولو لپاره بوديجه انتقال کړي، اوړی را روان دی او د سيند اوبه مخ په ډېرېدو دي، بيا به يې د سېلاونو او سيند له امله کارونه له خنډ سره مخ کېږي.))

د نوموړي په خبره، د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاءالله لودين په دې اړه خپلې اندېښنې له مرکزي حکومت سره شريکې کړې او له ولسمشري سره يې په ويډيويي کنفرانس کې غوښتنه کړې چې قراردادي شرکتونو ته يې بوديجه ورکړي.

بلخوا بيا د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقير له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل چې د فوايد عامې وزارت دغو شرکتونو ته د پيسو حوالې ورکړې دي.

فقيري تاييد کړه چې د جندرما او فارم هډې د پلونو چارې د بوديجې د نه انتقال له امله ځنډېدلې او د بهسودو د دويم پل چارې روانې دي.

دی وايي: ((د بهسودو دويم پل چې ۳۵۰ متر اوږدوالی لري او د درى ميليونه او ۴۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي، چارې يې ۴۰ سلنه بشپړې شوې، خو تر اوسه ورته بوديجه نه ده انتقال شوې.))

همدارنګه د فارم هډې او جندرما پلونو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې، خو د بوديجې د نه انتقال په غبرګون يې جوړوونکي شرکت چارې په ټپه درولې دي.  

نوموړي زياته کړه: ((د بهسودو د دويم پل چارې د يوه کال او د فارم هډې او جندرما پلونو چارې د ۱۴ مياشتو پروژې دي، خو تاسو پوهېږئ، چې د ټاکنو د ځنډېدو او په بانک کې د بوديجې د نشتوالي له امله دا پروژې هم وځنډېدې، د فوايد عامې وزارت قراردادي شرکتونو ته د پيسو حوالې ورکړې، خو ستونزه په ماليې وزارت کې ده، ولې زه هيله لرم چې ډېر ژره به دا بوديجه انتقال شي او چارې به پيل شي.))

که څه هم د دغو دريو پلونو د جوړېدو تر څنګ دلته نور پخواني پلونه هم شته ولې د ډېرې ګڼې ګونې له امله لارو ته ډېرې ستونزې جوړې شوې دي.

د ننګرهار پوهنتون د درې ېيم کال محصل حميدالله ساپي پژواک ته وويل چې هر سهار د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د جندرما له پله سره د موټرو د ګنې ګونې له امله لاره بنده وي.

ده زياته کړه چې که دويم پل جوړ شي خلک په له ډېرو مشکلاتو خلاص شي؛ ځکه له دې لارې هره ورځ زرګونه خلک، د ننګرهار څو ولسواليو او لغمان ، کابل او تورخم ته تګ راتګ کوي.

بلخوا د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل: ((زه د کامې په لين موټر چلووم، د بهسودو اوسنی پل کوچنی دی او د موټرو تګ راتګ پرې ډېر دی، هره ورځ يو يا دوه ساعته د پله پر سر لاره بنده وي.))

ده وويل که دويم پل جوړ شي نو خلکو ته په ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي نورحمان پژواک اژانس ته وويل: ((زه د ننګرهار د معارف رياست کار کوونکی يم، کله چې سهار له کوره راځم نو د بهسودو له پله سره لاره بنده وي، بيا دندې ته ناوخته رسېږم او کله کله خو غير حاضر هم شم، هيله ده چې دويم پل ژر جوړ شي.))

هغه وويل چې اوس د دويم پل د جوړېدو چارې ټکنۍ او په بېړه نه دي، نو حکومت بايد له دغو چارو نظارت وکړي څو زرګونه لارو ته د تګ راتګ اسانتياوې پيدا شي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.