ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي بغلان خلک د جګړې له کلابندۍ خلاص شوي

د مرکزي بغلان خلک د جګړې له کلابندۍ خلاص شوي

author avatar
12 Mar 2015 - 15:29
د مرکزي بغلان خلک د جګړې له کلابندۍ خلاص شوي
author avatar
12 Mar 2015 - 15:29

پلخمري (پژواک، ٢١ کب ٩٣): د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چاڼيزو عملياتو کې د وسله والو يو قوماندان وژل شوى او د سيمې خلک نن له دريو ورځو کلابندۍ وروسته له خپلو کورونو راوتلي دي.

ياد عمليات درې ورځې وړاندې د ملي، سيمه ييزو، عامه نظم پوليسو او د ملي اردو د سرتېرو له لوري په دې ولسوالۍ کې پيل شوي چې خلک يې د جګړې له امله کلابند شوي وو.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري وايي چې په دغو عملياتو کې د همت خېلو، شفيع خېلو، حسين خېلو، زمانخېلو او مغلانو کلي د وسله والو مخالفينو له شتون پاک شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو قوماندان محمد امير وژل شوى او همدارنګه دوه وسله وال مخالفين نيول شوي دي.

بابري زياته کړه چې وسله وال مخالفين له يادو سيمو شړل شوي او امنيتي ځواکونه اوسمهال د کورونو په پلټنې بوخت دي.

د سيمې خلک دغه عمليات اغېزناک بولي او وايي چې د تېرو دريو ورځو په موده کې نن له کوره راوتلي دي.

د شفيع خېلو کلي يوه اوسېدونکي ګلاب الدين وويل: “له تېرو دريو ورځو راهيسې د جګړې له امله کلابند و او نن جنګ نشته او امنيتي ځواکونه په سيمه کې تګ راتګ کوي او خلک هم د خپلو کارونو لپاره له کورونو راوتلي دي.”

هغه زياته کړه چې طالبان به په زور د خلکو کورونو ته ننوتل او له هغوى به يې د ډوډۍ غوښتنه کوله او عشر به يې ترې اخيست نو له همدې امله اړينه ده چې دولت په دې اړه داسې ګامونه پورته کړي چې دوى بيا يادو سيمو ته راستانه نه شي.

خو د مرکزي بغلان ولسوال وويل چې په زمانخېلو سيمه کې يې د امنيت د ټينګښت او د وسله والو مخالفينو د بيا راستنېدو پر وړاندې د ګډو امنيتي ځواکونو يو مرکز رامنځته کړى دى.

هغه وويل چې له دغو عملياتو يې موخه د مرکزي بغلان په کليو او بانډو کې د نوي کال د امنيت لپاره د بغلان-مزارشريف او بغلان-کندوز د لويو لارو د امنيت ټينګښت دى.

د نوي کال په را رسېدو سره هر کال د هېواد له بېلابېلو سيمو د نوروز په مراسمو کې د ګډون په موخه ډېرى خلک د بلخ مرکز مزارشريف ښار ته د کابل-بغلان له لويې لارې تګ راتګ کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.