ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ اوسېدونکي : حکومت دې د داعش د فعاليتونو مخنيوى وکړي

د کونړ اوسېدونکي : حکومت دې د داعش د فعاليتونو مخنيوى وکړي

author avatar
12 Mar 2015 - 17:12
د کونړ اوسېدونکي : حکومت دې د داعش د فعاليتونو مخنيوى وکړي
author avatar
12 Mar 2015 - 17:12

اسعد اباد (پژواک، ٢١ کب ٩٣): د کونړ ولايت د بېلا بېلو ولسواليو لسګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت څخه وغوښتل، چې د داعش وسله والې ډلې د فعاليتونو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه غونډه چې د کب په ٢١مه، د ولايت په مرکز اسعد اباد کې جوړه شوې وه، د مرکز او اوو ولسواليو لسګونو ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په کې برخه اخيستې وه.

جهادي قوماندان او د دې ولايت قومي مشر حاجي محمد روزي، غونډې ته وويل چې په افغانستان کې د طالبانو رامنځته کېدل، يوه پروژه وه.

هغه زياته کړه، چې اوس دا پروژه بشپړه شوې، نو دا پروژه پر داعش اړوي او تر شا يې لوى هېوادونه لاسونه لري.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د دغې ډلې د رامنځته کېدو او د فعاليتونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

  روزي وايي: ((موږ نور نه غواړو چې مظلوم افغانان دې په يو او بل نوم ووژل شي، اوس يواځې د پروژې مسوولين د طالب نوم په داعش اړ وي.))

ديني عالم مولوي نجيب الله حقيار وويل، چې حکومت دې ديني عالمانو او جهادي اشخاصو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د هغه په وينا، که چېرې ديني عالمانو ته په درنه سترګه ونه کتل شي، نو په دې خاوره کې به هېڅکله جنګونه پاى ته ونه رسېږي.

د کونړ د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين سيار وويل، چې د داعش ډلې رامنځته کېدو سره په هېواد کې يو بل بحران رامنځته کېدونکى دى.

د هغه په وينا، دولت او ولسونو ته په کار دي، چې د دې خاورې او ولسونو د ساتنې لپاره په ګډه سره کار وکړي.

ده زياته کړه: ((داعش يوه نړيواله موضوع ده، د دې په اړه دې دولت، ديني علماء کرام، مشران او جهادي قوماندانان په ګډه يو تصميم ونيسي.))

د دې ولايت د غازي اباد ولسوالۍ يوه جهادي قوماندان محمدزمان وويل چې، ولس په لوی لاس دولت بې وسلې کړی، خو بيا هم د کونړ ټول ولسونه له دولت سره ملګري دي .

هغه زياتوي، دولت خپل ولس ته شا کړې او د ولس پر وړاندې يې خپل مسووليت نه دى ترسره کړى.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله بيا له ټولو قومي مشرانو او جهادي قوماندانانو  مننه وکړه چې دوی له خپل دولت سره همکار دي .

هغه يادې غونډې ته وويل، که دولت او ولس سره يو نه شي، نو داعش او نورې ډلې دوى ته هېڅ ډول زيان نه شي رسولى.

د کونړ والي له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

د يادونې  ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د داعش وسله والې ډلې د فعاليتونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.