ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محقق: د بشري حقونو وروستى راپور هېواد کې د نفاق اچولو په موخه خپور شوی

محقق: د بشري حقونو وروستى راپور هېواد کې د نفاق اچولو په موخه خپور شوی

author avatar
12 Mar 2015 - 19:03
محقق: د بشري حقونو وروستى راپور هېواد کې د نفاق اچولو په موخه خپور شوی
author avatar
12 Mar 2015 - 19:03

مزارشريف (پژواک ٢١ کب ٩٣): د حکومت د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق وايي، په دې وروستيو کې د بشري حقونو له خوا د افغانستان د ځينو اشخاصو په اړه د خپاره شوي راپور موخه په هېواد کې د بې اتفاقۍ رامنځته کول دي.

نوموړي، دغه څرګندونې، نن د عبدالعلي مزاري د شلم تلين د غونډې پر مهال په مزار شريف کې وکړې.

هغه وويل، د مزاري مبارزه د عدالت د پلي کولو لپاره وه او په دې برخه کې يې پر جګړې سربېره، فکري مبارزه هم کړې ده.

نوموړي د هېواد وروستيو تحولاتو ته په اشارې سره وويل، چې يو شمېر کړۍ غواړي افغانان په خپل منځ کې بې اتفاقه کړي او له دې لارې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.

هغه زياتوي، په خپلو منځو کې د نړۍ د مسلمانانو د ښکېلولو لپاره نړيوالې سترې دسيسې روانې دي، چې داعش ډله هم له همدې جملې څخه ده.

د اجراييه رياست مرستيال همداراز وويل، چې افغانستان د داعش ډلې هدف دی او يو شمېر کړۍ غواړي له دې لارې په افغانستان کې د جګړې نوی پړاو پرانېزي.

نوموړي، هغه راپور هم وغانده چې په دې وروستيو کې بشري حقونو خپور کړی او په کې له ځينو نورو څېرو سربېره د بلخ والي هم د بشري حقونو د ناقضينو په ډله کې راغلی دی.

محقق وويل، په ياد راپور کې په ګوته شوي خلک، هغه څوک دي چې  د افغانستان لپاره يې مبارزه د هېرولو نه ده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، داسې هڅې هم روانې دي، تر څو جګړه د افغانستان له سوېل څخه شمال ته وغځول شي او د همدې کار لپاره داعش ته په نړيواله کچه تبليغات کېږي.

په ياده غونډه کې د بلخ والي عطامحمد نور وويل، که افغانانو جهاد نه وای کړای؛ نو نن به افغانانو تر استبداد لاندې ژوند کولای.

هغه زياته کړه، نړيوالې ټولنې د افغانستان له جهاد وروسته دغه هېواد يواځې پرېښود او له دغې موقع څخه په استفادې، ځينو کړيو طالبان رامنځته کړل، چې له امله يې په هېواد کې وينې وبهول شوې.

نور همداراز وويل، هغو کسانو چې وطن يې ازاد کړ، اوس د بشري حقونو د ناقضينو په نوم يادېږي.

د بلخ والي په وينا، نوره د طالبانو پروژه ختمه ده او د داعش پروژه پيل شوې ده.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د افغانستان شخصيتونو ته د بشري حقونو د ناقضينو، جنګي مجرمينو او جنګ سالارانو خطاب کول، په سيمه کې داعش ته د بستر جوړولو هڅې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.