ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود: طالبان د سولې خبرو اترو ته لېواله دي

مسعود: طالبان د سولې خبرو اترو ته لېواله دي

author avatar
12 Mar 2015 - 18:54
مسعود: طالبان د سولې خبرو اترو ته لېواله دي
author avatar
12 Mar 2015 - 18:54

کابل (پژواک ٢١ کب ٩٣): د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړى استازى وايي چې طالبان له افغان دولت سره خبرو اترو ته ډېر لېواله دي.

 احمدضيا مسعود وويل، چې طالبان د خبرو لپاره  لېوالتيا لري او دولت هم د سولې د خبرو اترو په لړۍ کې کومه ستونزه نه لري.

 نوموړي زياته کړه، طالبان هم ډېره لېوالتيا لري چې د خبرو مېز ته راشي او هيله ده چې په راتلونکو مياشتو کې د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګونو شاهدان واوسو.

 هغه زياته کړه، چې د ملي يووالي حکومت د سولې او امنيت په ډګرونو کې ښه پروګرامونه لري او د حکومت ټولې سترايېژۍ د ټولنې پر واقعيتونو ولاړې دي او د ملي يووالي حکومت د ټولو غړو تر منځ بشپړ تفاهم شتون لري.

 مسعود چې نن په کابل ښار کې د نيالګيو ايښودو په مراسمو کې خبرې کولې، وويل: ” ډېرې هيلې شته چې موږ په راتلونکي کال کې د سولې، امنيت او په ګران هېواد کې د ارامۍ په برخو کې د ډېرو پرمختګونو شاهدان واوسو.”

 له تېرې يوې مودې راهيسې د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو اترو هلې ځلې پيل شوې، خو تر اوسه پورې يې هيچا هم د دوى تر منځ شوې خبرې اترې نه دي منلې.

 وسله والو طالبانو تېره اوونۍ، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې په اړه روانې هلې ځلې او راپورونه رد کړي دي.

 ولسمشر اشرف غني په دې وروستيو کې، د سولې د خبرو اترو په اړه د دولت له بېلابېلو بنسټونو، جهادي مشرانو، مدني بنسټونو او رسنيو سره خبرې پيل کړې او ويلي يې دي چې دغه خبرې په ښکاره ډول پر مخ وړل کېږي او په اړه به يې خلکو ته معلومات ورکړي.

 په يادو خبرو اترو کې له هغه وروسته پرمختګونه تر سترګو شوي، چې د پاکستان د پوځ لوى درستيز او د دغه هېواد د استخباراتو ادارې مشر تېره مياشت له کابل څخه ليدنه وکړه.

 دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې يوې پاکستانۍ ورځپاڼې ليکلي چې ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو تر څار لاندې له طالبانو سره پټې خبرې اترې پيل کړې دي.

 همدارنګه د ايکسپرېس په نوم يوې بلې پاکستانۍ رسنۍ ليکلي چې د افغانستان د سولې په روانه لړۍ کې طالبانو ته درې ولايتونه او په کابينه کې ٣٠ سلنه وزيران وړانديز شوي دي.

 په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو په اړه پر يوې هوکړې کار روان دى او د چين او پاکستان هېوادونو په منځګړيتوب د سولې په اړه د حکومت او طالبانو اړيکې هم ټينګې شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.